د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۴۰

د خوست والي: د هېواد د ژغورنې یوازنۍ لاره ملي یووالی دی


په خوست کې د پخوانیو مجاهدینو یو شمېر مشران او قومي مخور وايي، که افغان حکومت غواړي په دې هېواد کې نظام پیاوړی او د بهرنیو لاسوهنو مخه ونیول شي، نو په حکومت کې دې د مجاهدینو ونډه ډېره کړي.

دوی زیاتوي په دې وروستیو کې په لوی لاس مجاهدین له حکومته ایستل کېږي چې له دې سره په ملي کچه ستونزې ډېرې شوې دي.

ویناوالو یادې څرګندونې د چهارشنبې په ورځ په خوست کې د مرغومې د ۶مې یا پر افغانستان د پخواني شوروي اتحاد د سرو لښکرو د تېري د غندنې په غونډه کې وکړې.

د مجاهدینو د سرتاسري شورا مشر مولوي سردار ځدراڼ له افغان ولسمشره وغوښتل چې د نظام د ټينګښت او د بهرنیو هېوادونو د لاسوهنې د مخنیوي په خاطر دې حکومت کې د مجاهدینو ونډه ډېره کړي.

ده زیاته کړه، مجاهدین به هېڅ‌چا ته اجازه ورنه‌کړي چې کومه ډله یا شخص د خپلو شخصي ګټو په خاطر نظام وننګوي.

په غونډه کې د حزب اسلامي استازي موسی خاورین وویل چې د نظام نه ملاتړ کوي، خو دا ملاتړ په دې معنی نه‌دی چې حکومت دې د قانون ماتوونکو په مقابل کې بې‌توپیره پاتې کېږي، بلکې د دوی ملاتړ مشروط دی.

په یاده غونډه کې د خوست والي حکم خان حبیبي هم خبرې وکړې او له اوسني کړکېچن امنیتي حالته د هېواد د ژغورنې یوازنۍ لاره‌يې ملي یووالی وباله.

ښاغلي حبیبي زیاته کړه، ژبني، سمتي او قومي اختلافونه د اسلام دین له نظره مردود دي، نو باید یووالی وکړو او هغه څوک چې په دې خاوره کې د پردیو د تفرقې پروژې عملي کوي د هغوی لاس ونیسو او که اړتیا وه پر وړاندې يې جدي مبارزه وکړو.

د خوست والي وویل، افغانستان اوس‌مهال په سیاسي او اقتصادي ډګرونو کې د پرمختګ مسیر ته برابر شوی او که دا مسیر وساتو، نو دا هېواد به ډېر ژر په پښو ودرېږي او د پردیو له محتاجیو به وژغورل شي.

ښاغلي حبیبي له دیني عالمانو، قومي مخورو او سیاسیونو وغوښتل چې د نظام له یادو برنامو ملاتړ وکړي او پرېنه‌ږدي چې ځینې ډلې او اشخاص د پرمختګ دا بهیر له ستونزو سره مخامخ کړي.

یاده دې وي، ۳۸ کاله مخکې د جدي په شپږمه د پخواني جمهور رئيس ببرک کارمل په غوښتنه د شوروي اتحاد سرو لښکرو چې په پیاوړو ځمکنیو او هوايي تجهیزاتو باندې سمبال وو، پر افغانستان پوځي یرغل وکړ چې وروسته وروسته‌يې د عسکرو شمېر له یو نیم لکو څخه هم واوښت.

دا پوځونه شااوخوا نهه کاله په افغانستان کې پاتې شول چې د افغانانو د پاڅونونو او د وسله‌والو مبارزو په پایله کې يې ماتې وخوړه.

راپور: نجیب‌الله الوخېل

XS
SM
MD
LG