د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۴۸

ارزګان کې د سولې په نوم د والیبال ټورنمنټ پای ته ورسېد


د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ کې د والیبال پنځه ورځنۍ سیالۍ د امریتي ورزشي الف ټیم په بریا پای ته ورسېدې او لومړی مقام‌یې خپل کړ.

په دغه ولایت کې د سپورټ امر قدرت‌الله الفت وویل، دغه سیالۍ چې پنځه ورځې مخکې پیل شوې وې، ۱۲ لوبډلو په‌کې برخه اخیستې وه چې لومړی مقام امریت ورزشي، دوهم مقام امریت ورزشي "ب" او درېیم مقام‌یې هم اتحاد لوبډلې خپل کړ.

نوموړی وايي، یادې لوبې د "ای. ډي. ای" مؤسسې په مالي مرسته جوړې شوې وې چې هدف‌يې دولت ضد وسله‌والو مخالیفینو ته د سولې پیغام وو.

بشپړ راپور د ازادي راډيو د خبریال شریف‌الله شرافت په راپور کې:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG