د بلخ ولایت امنیتي چارواکي وايي چې د بلخ مرکزي زندان څخه د ۵ بندیانو د تېښتې په اړه تحقیقات او پلټنې دوام لري او هڅه کېږي تر څو تېښتېدلي کسان بېرته ونیول شي.
د بلخ د امنیت امر عبدالرزاق قادري نن چهارشنبه «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۶» ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل چې د بلخ د مرکزي زندان څخه پنځه تنه تښتېدلي زندانیان په درنو جرمونو تورن وو چې په زندان کې د سمڅې په کېندلو سره تښتېدلي دي.
ښاغلي قادري وویل چې دا ټول زندانیان په اوږد بند محکوم و.
د بلخ د امنیت امر د یادو زندانیانو د تېښتې د څرګنوالي په اړه وویل:
"د بلخ در مرکزي محبس پنځه تنو زندانیانو د محبس د خیاطۍ خونې فرش شکولی او ځمکهیې کېندلې ده. دوی د سمڅې په وسیله هغه کور ته ورغلي چې د زندان په ګاونډ کې و."
دا چې د یادو زندانیانو د تېښتې په برخه کې د بلخ مرکزي زندان مسئولانو هم همکاري کړې او یا هم له زندان څخه بهر دوی ته د تېښتې وسایل برابر شوي؟
د بلخ د امنیت امر په دې اړه د جزئیاتو له شریکولو ډډه وکړه.
د بلخ د امنیت امر ازادي راډیو ته وویل چې د زندانیانو د تېښتې د څرنګوالي په اړه د کشفي ارګانونو څېړنې دوام لري او په دې اړه به نور جزئیات وروسته له رسنیو سره شریک شي.
هغه زیاته کړه:
"د تحقیقاتو په جریان کې به روښانه شي چې چا خیانت کړی، که کوم وظیفوي غلفت ترسره شوی او یا هم چا له زندان څخه دننه له دوی سره مرسته ترسره کړې ده؟"
په همدې حال کې حقوقپوهان او د سیاسي چارو شنونکي وايي چې د پنځو تنو زندانیانو تېښته چې د درنو جرایمو په ترسره کولو هم تورن وي، د محبس د مسئولانو له همکارۍ پرته ناممکن کار دی.
حقوقپوه محمد ادیب غیاثي وايي چې د یادو زندانیانو تېښته د بلخ ټولنې ته لوی خطر شمېرل کېږي او مزار شریف کې به د جرایمو سطحه لوړه کړي.
محمد ادیب غیاثي وویل:
"د یادو زندانیانو تېښته د بلخ ټولنې ته لوی خطر حسابېږي. دا کار د زندان د ساتونکو او د زندان د چارواکو له همکارۍ پرته ناممکن دی، دوی د ځمکې د کېندلو وسایل له کومه کړل، حتماً ورته زمینه برابره شوې."
د بلخ د مرکزي زندان مسئولینو تر دا مهاله د یادو زندانیانو د تېښتې د څرنګوالي په اړه رسنیو ته څرګندونې نهدي کړي.
راپور: مجیبالرحمن حبیبزی