د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۲ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۱:۳۵

د سرې میاشتې لوبډلې د کابل د فوټبال لیګ اتلولي خپله کړه

د سرې میاشتې لوبډلې د کابل د فوټبال لیګ اتلولي خپله کړه.

د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن چهارشنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې سره میاشت د ۳۴ امتیازونو په درلودو لومړی، د ځوانانو اردو د ۳۱ امتیازونو په درلودو دوهم او دغه‌راز فروزي لوبډلې د ۲۱ امتیازونو په درلودو سره درېيم مقام خپل کړ.

ښاغلی شاداب وايي چې له اردو لوبډلې مجیب‌الرحمن د ۱۱ ګولونو په ترسره کولو سره، د دغه لیګ غوره لوبغاړی وټاکل شو.

د کابل د فوټبال لیګ درې میاشتې وړاندې د ۱۳ لوبډلو ترمنځ پیل شوی و چې نن پای ته ورسېد.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG