د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۰

ځواک: په لښکرګاه کې انتحاري حملې د ملي اردو ۱۵ سرتېري ټپیان کړي


د هلمند سیمه‌ییز چارواکي وايي چې په لښکرګاه ښار کې په نننۍ انتحاري حملې کې د ملي اردو ۱۵ سرتېري ټپيان شوي دي.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک ازادي راډیو ته وویل چې دغه انتحاري حمله د ملي اردو پر هغه موټریز کاروان شوې چې مارجې ولسوالۍ ته‌یې اکمالات رسول.

ځواک وویل چې په انتحاري حمله کې ۴ هاموې ټانکونه هم تخریب شوي دي.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې په دغې چاودنه کې د ملي اردو یو سرتېری وژل شوی هم دی.

د دغې حملې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی.

  • پخواني معلومات

شېبه وړاندې د هلمند په مرکز لښکرګاه کې انتحاري حمله شوې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر ځواک د یاد خبر په تأیید سره ازادي راډیو ته وویل چې دغه موټر بم انتحاري حمله د پولیسو د ۵۰۵ بُست زون په دوهم قرول کې شوې ده.

ښاغلي ځواک زیاته کړه چې یاده حمله د ملي اردو پر یوه رنجر موټر شوې ده.

نوموړي وویل چې دغه حمله مرګ ژوبله لري، خو کره شمېره‌یې یاده نه‌کړه.

وسله والو طالبانو ددغه حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی او ګڼو امنیتي سرتېرو ته یې د مرګ ژوبلې اړولو ادعا کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د لېندۍ میاشتې په ۲۸مه هم په لښکرګاه ښار کې انتحاري حملې ۳۳ تنو ته مرګ ژوبله واړوله.

XS
SM
MD
LG