د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۳۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۵۳

چین له افغانستان او پاکستانه وغوښتل چې خپل‎منځي اړیکې ښې کړي


افغان طالبان دې د سولې له خبرو سره یوځای شي!

دغه غوښتنه د افغانستان، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو د پیکېنګ د غونډې په پای کې وکړه.

چین له افغانستان او پاکستان څخه وغوښتل چې خپل‎منځي اړیکې ښې کړي او درې واړو هېوادونو بیا له طالبانو چې د کابل او اسلام‎اباد ترمنځ په اړیکو کې د کړکېچ یو عمده عنصر دی، وغوښتل چې د سولې خبرو ته حاضر شي.

په هغې ګډې اعلامیه کې چې د درې واړو هېوادونو د بهرنیو چارو د وزیرانو د پرونۍ غونډې په پای کې خپره شوې دغه‌راز په دې سلا شوي چې د ترهرګرۍ په وړاندې مبارزه کې به درې واړه هېوادونه سره همکاري کوي.

په دې برخه کې د دې یادونه هم شوې چې د ترهګرو په وړاندې دې له توپیر پرته اقدامات وشي.

د جرمني د «ډي. پي. اې» خبري اژانس د راپور له مخې د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي «Wang Yi» په یوه خبري کنفرانس کې وویل، افغانستان د انتقال په یوه ډېره حساسه مرحله کې دی او دا هېواد سیاسي روغې جوړې او اقتصادي رغونې ته تر رسېدو پورې اوږده لار په مخکې لري.

د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي
د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي

پاکستان هم د ده په وینا په اوس وخت کې د ثبات د ټینګښت او د اقتصادي پراختیا او هم د لازمې بهرنۍ ښې فضا د رامنځته کولو په برخو کې له ستونزو سره مخامخ دی.

وانګ یي له دواړو هېوادونو وغوښتل چې دوه اړخیزې اړیکې ښې او پراخې او د سولې او روغې جوړې ملاتړ وکړي.

د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت سرپرست صلاح‌الدین رباني چې له خپل بل سیال د پاکستان د بهرنیو چارو له وزیر خواجه اصف سره‌یې په دې غونډه کې ګډون کړی هم د دې یادونه وکړه چې درې واړو هېوادونو موافقه وکړه چې په هره بڼه وي، د ترورېزم په وړاندې مبارزه کې به همکاري کوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر خواجه اصف بیا د پولې د ټینګېدو د مېکانیزم، له پاکستانه بېرته خپل هېواد ته د افغان کډوالو د تلو او د ترهګرۍ په وړاندې مبارزه کې د استخباراتي معلوماتو د شریکولو د همکارۍ پر اهمیت ټینګار وکړ.

افغان طالبان دې د سولې له خبرو سره یوځای شي.

د اسوشيټېډ پرس اژانس د راپور له مخې د چین لپاره چې د یوه کمربند یوې لارې د پروژې په چوکاټ کې په پاکستان کې د لویو لارو او نورو بنسټیزو تأسیساتو پر جوړولو په میلیاردونو ډالر لګوي، مهمه ده چې افغانستان امن او ګاونډ پاکستان سره‌یې اړیکې ښې وي.

خو د اړیکو د ښه کېدو په برخه کې ایا کابل هغسې چې له دې غونډې مخکې یې خبره کړې وه چې له چین څخه به وغواړي چې پر پاکستان فشار راوړي چې د افغانستان په وړاندې خپل سیاست بدل کړي او دا هېواد د ترهګرو ډلو له ملاتړه لاس واخلي، په دې غونډه کې پر دې خبرې تأکید وشو که نه؟

د چین افغانستان او پاکستان درې اړخیزه غونډه
د چین افغانستان او پاکستان درې اړخیزه غونډه

ازادي راډیو هڅه وکړه چې د بهرنیو چارو وزارت د چارواکو نظر واخلي، خو له ‎پرله‌پسې تماسونو سره سره بریالی نه‎شو.

همدا مسئله ازادي راډیو چې افغان چارواکي له داسې غونډو مخکې تل دا خبره کوي چې افغانستان به خپل واضح دریځ د غونډې برخه‎والو ته په ډاګه کړي، د سیاسي او حقوقي چارو کارپوه او د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي له استاد نصرالله ستانکزي سره مطرح کړه او په دې اړه چې پر پاکستان د چین نفوذ او دې ته په پام سره چې ویل کېږي، پاکستان هم پر طالبانو ډېر نفوذ لري ایا افغانستان هسې چې د بهرنیو چارو وزارت چارواکو یې له غونډې مخکې خبره کړې وه له دې غونډې کومه د پام وړ لاسته راوړنه لري وویل، د افغانستان په اړه که هره غونډه کېږي بې‌ګټې نه‎ده، خو دا د افغانستان د بهرني سیاست پر اصلي لوبغاړو پورې اړه لري چې کولای شي د افغانستان مشخص شرطونه مطرح کړي.

د چین رول ته په پام سره د ۳ اړخیزې غونډې نتیجه به له نورو سره توپیر ولري؟

د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی
د کابل پوهنتون د حقوقو او سیاسي علومو د پوهنځي استاد نصرالله ستانکزی

دی وايي:

"زمو د بهرنیو چارو د پالېسي جوړونکي او اجرا کوونکي باید په ډېر واضح ډول ووایي چې موږ له پاکستانه دغه غواړو او هر هغه هېواد چې په دې مذاکراتو کې په مستقیم یا غیر مستقیم ډول ګډون لري، ورته ووایي چې زموږ سره کرښه همدغه ده."

چین له دې درې اړخیزې غونډې مخکې هم ورته دا ډول څو اړخیزې غونډې جوړې کړي او هم‌یې طالبانو ته د خبرو زمینه برابره کړې ده.

پر چین سربېره د سیمې یو شمېر نورو هېوادونو هم په دې وروستیو کې د افغانستان په اړه څو غونډې جوړې کړې چې تر اوسه‌یې په افغانستان کې د روانې جګړې د پای ته رسېدو او د سولې د ټینګښت د هڅو په برخو کې د پام وړ نتیجې نه‎دي ورکړي.

XS
SM
MD
LG