د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۷:۱۰

په کابل کې د دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیلېږي


ټاکل شوې چې تر راتلونکو دوو ورځو په کابل کې د دولتي ادارو د لوبډلو ترمنځ د فوټبال لیګ پیل شي.

د فوټبال فدارسیون د نشراتو رئیس شفیع شاداب نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې په دغه لیګ کې ۱۲ ټیمونه ګډون کوي.

ښاغلي شاداب وویل چې د فوټبال په دغه لیګ کې د چارو اداره، د خزاینو ریاست، د بودجې ریاست، ګمرکونه، د افغانستان بانک، د سوداګرۍ وزارت، له مخدره موادو سره د مبارزې وزارت، مشرانو جرګه، کابل ښاروالي، د ښار جوړونې وزارت او د MTN مخابراتي شرکت لوبډلې ګډون لري.

XS
SM
MD
LG