د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۰:۵۰

د بغلان د شطرنج منتخبې لوبډلې ته ۱۲ لوبغاړي غوره شول


د بغلان ولایت د شطرنج منتخبې لوبډلې ته ۱۲ لوبغاړي غوره شول.

د افغانستان د شطرنج فدراسیون د ولایاتو مسؤل عبدالخالق ویس نن سې شنبه ازادي راډیو ته وویل چې دغه لوبغاړي د شطرنج په ملي لوبو کې ګډون کوي او که چېرې ښې وړتیاوې وښيي، نو د افغانستان د شطرنج ملي لوبډلې ته لار پیدا کوي.

ښاغلي ویس وویل چې د شطرنج سیالۍ د روان لمرېز کال د جدي میاشتې په لومړۍ نېټه د بغلان په مرکز پلخمري کې پیل شوې چې په کې ۵۰ لوبغاړو ګډون کړی و .

په پام کې ده چې تر راتلونکو دوو میاشتو په کابل کې د شطرنج ملي لوبې پیل شي.

XS
SM
MD
LG