د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۴:۲۷

چارواکي: پاکستان د روان کال له پیله پر کونړ له۴۷۰۰ زیاتې مرمۍ راویشتلي

د کونړ امنیه قوماندان وايي، د روان لمریز کال له لومړۍ میاشتې د جدې تر څلورمې نېټې د پاکستان پوځ د کونړ پر خاوره له ۴۷۰۰ زیاتې د توپونو او توغندیو ډزې کړي چې پکې خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

د کونړ امنیه قوماندان پاسوال جمعه ګل همت په یوه ځانګړې مرکه کې ازادي راډیو ته وویل، د روان کال د حمل میاشتې له لومړۍ تراوسه د پاکستان پوځ د پولې له هاغې غاړې د توپونو پر زرګونو مرمیو باندې د کونړ خاوره ویشتلې ده.

ښاغلي همت وویل:

"د حمل له اولې د جدي تر ۴ مې پورې، د پاکستان پوځ په دانګام، ناړۍ، شلتن، مرورې، سرکاڼو او خاص کونړ ولسوالیو د درنو توپونو او توغندیو ۴۷۶۸ ګولۍ راویشتلې دي."

امنیه قوماندان وايي، په دغو بریدونو کې ولسي خلکو ته مالي او ځاني زیانونه اوښتي دي.

دی وایي:

"په دغو بریدونو کې ۷ تنه معصوم ماشومان وژل شوي او ۳۲ تنه ولسي وګړي ټپیان، ۱۳ کورونه ویجاړ شوي او ۳۸ سره څاروي له منځه تللي دي."

هغه وویل چې پاکستانیو ځواکونو د ټولو نړیوالو قوانینو او د ګاونډیتوب له اصولو سرغړونه کړې، د ډیورند فرضې کرښې پر صفري نقطو يې درنې وسلې او ټانکونه ځای پر ځای کړي او هره ورځ د کونړ خاوره پرې ولي چې له امله يې زیاتو خلکو خپل کورونه پريښي دي.

همت زیاتوي:

"تقریبا ۳۶۸ کورنۍ د خپلو کورونو پرېښودو او نورو ځایونو کې پناه اخيستلو ته مجبور شوي چې د بې کورۍ او مجبورۍ شپې ورځې تېروي، دا ټول د خاص کونړ شالۍ ولۍ، د سرکاڼو له شونکړۍ، د دانګام، ناړۍ او شلتن ولسوالیو را کډه شوي دي ."

همت وايي،پاکستان ځکه دغه ځایونه ولي چې څو سیمه له اصلي اوسېدونکو خالي او د افغان دولت وسله والو مخالفینو ته امن پټن ځایونه پیدا کړي.

دی وایي:

"د پاکستانیو ځواکونو مرمۍ نه دي درېدلي، د دوی هدف هم همدا دی چې د ډیورند کرښې سره پراته کونړ مېشتي راپاڅوي، کورونه پرې پرېږدي او هلته د داعش، طالبانو، لشکر طیبه، جمعیت الاحرار، جیش محمد، القاعده او نورې وسله والې ډلې ځای پر ځای کړي او محفوظ پټن ځایونه ورته ورکړي."

بې ځایه شویو کورنیو سره وخت ناوخت د حکومت او مرستندویو ټولنو له خوا یو څه مرستې کېږي، خو د خلکو اصلي غوښتنه داده چې باید پاکستان د دوی پر سیمو له ډزو کولو لاس واخلي او خلک بېرته خپلو کورونو او جایدادونو ته ستانه شي .

د شلتن ولسوالۍ ۶۰ کلن انات خان وايي:

"پاکستان ډېر زیات توپونه ولي، له پرون ماسپښین نه تراوسه به یې ۵۰ ګولۍ راویشتلې وې، موږ هم له خپل کلي او کور راوتلي یوو، در په در خاورې پر سر ګرځو، یخني ده، ګرمه کوټه او ځای نشته، ډېر مجبور یوو، موږ ته دې بېرته خپلو کورونو ته د تګ زمینه برابره شي."

خلک وايي، د کونړ په یو شمېر ځایونو کې پاکستاني ځواکونه مخکې راغلي او اغزن تارونه يې لګولي، که څه هم چې د کونړ امنیتي مسؤلین په دې اړه څه نه وايي، خو د کورنیو چارو وزیر تېره ورځ وویل چې چاته به اجازه ورنه کړي چې د دغې فرضي کرښې دواړو خواو ته د پرتو قومونو دبېلوالي لپاره د موانعو جوړولو کوم اقدام وکړي .

د کونړ امنیه قوماندان په داسې حال کې د پاکستانیو توپچي بریدونو په اړه تازه څرګندونې کوي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ترینګلو حالاتو د سمولو لپاره تندې هڅې رواني دي او د پاکستان په غوښتنه د ولسي جرګې د رئیس په مشرۍ یو افغاني پلاوی دا مهال په اسلام اباد کې دی.

راپور: روح الله انوري

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG