د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۲۸

د مالیې وزارت وايي، روان کال په مجموع کې ۶۷ فیصده بودجه مصرف شوې


د افغانستان د مالیې وزارت وايي، سږ کال په مجموع کې ۶۷ فیصده بودجه مصرف شوې ده.

دغه وزارت وايي، د افغان حکومت ټولو وزارتونو او نورو اړوندو ادارو په ۱۳۹۶ مالي کال کې په مجموعي ډول ۶۷ فیصده پراختیايي بودجه لګولې ده.

د مالیې وزیر اکلیل حکیمي د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۴» د ملي عوایدو د زیاتوالي، د بودجې د لګښت او د اقتصادي پراختیا د کلني راپور د وړاندې کولو پر مهال وویل، د بودجې د لګښت دغه اندازه د تېرو درېیو کلونو په پرتله څو برابره زیاته شوې ده.

د مالېې وزیر اکلیل حکیمي
د مالېې وزیر اکلیل حکیمي

ښاغلي حکیمي زیاته کړه:

"په ۱۳۹۶ مالي کال کې زموږ پراختیايي بودجه ۶۷ فیصده لګول شوې، حال دا چې په ۱۳۹۳ کال کې اختیاري او غیر اختیاري پراختیايي بودجه ۴۴ فیصده، په ۹۴ کې ۵۳ فیصده او په ۹۵ کال کې ۵۴ فیصده لګول شوې وه."

د مالیې وزیر وویل، په دغه هېواد کې اقتصادي پراختیا په ۲۰۱۵ میلادي کال کې ۱.۳ فیصده او په ۲۰۱۷ کې ۲.۶ فیصدو ته رسېدلې ده.

دا په داسې حال کې ده چې تېر کال ولسي جرګې د حکومت ۱۶ وزیران چې له ۷۰ فیصدو یې کمه بودجه لګولې وه، استیضاح کړل او اوو یې د باور رأیې واخیستې.

ولسي جرګې نږدې دوه اوونۍ مخکې د مالیې وزارت له‌خوا د ۱۳۹۷ لمریز کال لپاره وړاندې شوې بودجه هم نا انډوله وبلله او رد یې کړه.

د مالیې وزارت د راپور له مخې، د پوهنې وزارت هغه دولتي ارګان دی چې په روان مالي کال کې ېې تر ټولو وزارتونو کمه یعنې ۳۷ فیصده بودجه لګولې ده.

دا چې د پوهنې وزارت ولې نه‌دی توانېدلی چې په روان مالي کال کې لازمه بودجه ولګوي، د دغه وزارت ویاند مجیب مهر داد یې په اړه ازادي راډیو ته وویل:

"عمده لاملونه چې د پوهنې وزارت نه‌دی توانېدلی خپله بودجه ولګوي، دا دی چې ځینې پروژې له یوه کال نه ډېر وخت نیسي. د تدارکاتو د پروسې ځنډېدل او نا امني چې له امله‌یې د دغه وزارت د ځینو پروژو کارونه دوام نه‌کوي، بل د قراردادیانو د ظرفیتونو ټیټوالی دی چې شرکتونه راځي، شرایط پوره کوي، خو د عمل په ډګر کې څه نه‌شي کولای."

د افغانستان پوهنې وزارت په داسې حال کې د کمې بودجې د لګولو یو لامل نا امني ګڼي چې مالیې وزارت وايي، د راتلونکي کال بودجه به د دولت د اړوندو ارګانونو په ځانګړي ډول د امنیتي ارګانونو د ګډو هڅو په نتیجه کې په ښه توګه ولګول شي.

امنیتي ارګانونو ویلي چې دوی د امنیت د ټینګښت لپاره هڅې کوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG