د افغانستان ولسي جرګې د هېواد د امنیتي وضعیت او د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخېدو په تړاو د اندېښنو په ځواب کې د دوشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۴» د هېواد امنیتي مسؤلین د جرګې عمومي غونډې ته وربللي وو.
- کورنیو چارو وزارت
د کورنیو چارو وزیر ویس احمد برمک وايي، د استخباراتي معلوماتو له مخې داعشیان له عراق او سوریې افغانستان ته نهدي راغلي.
د ښاغلي برمک په خبره داعش د سیمې د استخباراتو لهخوا رامنځته شوې پدیده ده چې له دغې ډلې پر افغانستان د فشار په توګه کار اخیستل کېږي.
دی وايي:
"د استخباراتي او اطلاعاتي راپورونو له مخې هغه څه چې له افغان حکومت سره شته داعش داسې پدیده نهده چې له عراق او سوریې دې راغلې وي. کومې ریښې چې موندل شوي داعش د سیمهییزو استخباراتي بنسټونو لهخوا رامنځته شوې ډله ده او پر افغانستان د فشار او د نظام د پرځولو لپاره ترې کار اخیستل کېږي."
ویس احمد برمک د هغو ادعاوو په اړه چې ګوندې نامعلومې الوتکې د داعش ډلې غړي د افغانستان له یوې سیمې بلې ته انتقالوي وویل، دا اوازې نا سمې دي، افغانستان به ډېر ژر د رادار سیستم خاوند شي چې بیا به د دا ډول اوازو سپیناوی هم اسانه شي.
ښاغلي برمک دغهشان وویل، هغه طالبان چې فکري جګړه مخته بیايي، هېڅکله به د سولې له پروسې سره یوځای نهشي.
- دفاع وزارت
د دفاع وزارت لوی درستیز شریف یفتلي د جرګې استجوابیه غونډې ته وویل، د افغانستان په شمالي ولایتونو کې یو شمېر بهرني داعش جنګیالي شته، خو دومره هم نهدي چې رسنۍ یې په اړه وايي.
د ښاغلی یفتلي په خبره د داعش د ځپلو په دوام به د ننګرهار په خوګیاڼیو ولسوالۍ کې ۳۰۰ تنه د سیمې اوسېدونکي په وسلو سمبال شي.
د ولسي جرګې عمومي غونډې ته د ملي امنیت د عمومي ریاست مسؤلین هم وربلل شوي وو، خو د دغه ریاست اوپراتیفي مرستیال عبدالصبور قانع په دې تړاو د بندو دروازو تر شا د وکیلانو پوښتنې ځواب کړې.
داعش جنګیالي شته، خو دومره هم نهدي چې رسنۍ یې په اړه وايي.
له دې ټولو سره سره د ولسي جرګې یو شمېر غړي وايي، پاکستان پر طالبانو له دې امله خپل فشارونه زیات کړي چې له داعش ډلې سره یوځای شي.
د ولسي جرګې غړی محمود سلیمانخېل وویل:
"د پاکستان حکومت اوس په طالبانو باندې فشار راولي چې تاسو داعش ته ولاړ شئ دا د طالبانو د خولې خبره کوم. دا مسئله ډېره ساده مهبولئ اوسیې هم لا پیل دی، خو د وخت په تېرېدو به د طالبانو ارمان وکړو چې کاشکې طالبان وی او په دې غضب خدای نهوی اخته کړي."
د ولسي جرګې دوهم مرستیال نذیر احمدزي چې د دوشنبې د ورځې د جرګې مشري یې هم کوله وویل، حکومت باید ژر تر ژره د داعش ډلې د فعالیتونو د پراخېدو د مخنیوي په هدف خپله پالېسي له دوی سره شریکه کړي.
د ښاغلي احمدزي په خبره که له اوسه د داعش ډلې د پراخېدو مخه ونهنیول شي، د وخت په تېرېدو سره به دغه ډلې خپلې رېښې غځولې وي چې بیا بهیې نه حکومت او نه هم ښايي نړیواله ټولنه د وچولو توان ولري.
راپور: محمد حدیث پردېس