د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۴ غبرګولی ۱۴۰۴ کابل ۰۲:۵۳

د انګلستان په غوره لیګ سیالیو کې نن دوشنبه ګڼې لوبډلې سیالۍ کوي


د انګلستان د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن دوشنبه د شپې وېسټ برم له ایبرتن، برونموټ له وېسټ هم، هادرس فیلد له استوک سیټي، وټ فورد له لیسټر سیټي، چلسي له برایتن او مانچسټر یونایټډ له برنلي سره لوبېږي.

دغه لوبې د کابل پر وخت د شپې ۷ بجې او ۳۰ دقیقې پیلېږي.

د دغه لیګ په بله لوبه کې لیورپول له سوانسي سره د کابل پر وخت د شپې ۱۰ بجې لوبه کوي.

او دغه‌راز د دغه لیګ د تېرې شپې په لوبه کې لیسټرسیټي او مانچسټر یونایټډ لوبه ۲ د ۲ په وړاندې مساوي پاې ته ورسوله.

XS
SM
MD
LG