د افغانستان لوی څارنوال وايي، د معافیت فرهنګ ختم دی او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ قضیه به بېڅېړنې پاتې نهشي.
محمد فرید حمیدي چې د یکشنبې په ورځیې «۱۳۹۶ کال د مرغومې ۰۳» د خبریالانو او رسنیو د خوندیتوب اړوند د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې د کالیزې په مناسبت جوړې شوې غونډې ته خبرې کولې وویل، له تېر یو کال راهیسې مهمې قضيې څېړل شوي چې دا د معافیت فرهنګ د ختمېدو په معنی ده.
ښاغلي حمیدي وویل چې د ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ ګډې کمېټې په تېر یوه کال کې د دغه هدف لپاره ډېر څه کړي او لا جدي قضيې یې د څېړلو په حال کې دي.
نوموړي زیاته کړه:
"د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي هېڅ قضیه او مورد له دې وروسته له تعقیبه نهپاتې کېږي. موږ به نور داسې قضیه ونهلرو چې څو کاله وروستهیې بررسي کړو. د ځواب نهورکولو فرهنګ او معافیت ختم شوی دی."
دا په داسې حال کې ده چې د حکومت او رسنیو ګډه کمېټه وايي، د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي ۱۱۰۰ داسې قضیې يې څېړلي چې له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې بېپوښتنې پاتې وې.
د افغانستان د ملي امنیت شورا د ۱۳۹۵ لمریز کال د زمري په میاشت کې د رسنیو او خبریالانو د خوندیتوب طرزالعمل تأیید کړ چې له مخې یې بیا د ولسمشر د دوهم مرستیال په مشرۍ د حکومت او رسنیو یوه ګډه کمېټه جوړه شوه.
دا کمېټه وايي، د کار د پیل راهیسې يې په مرکز او ولایتونو کې میاشتنۍ غونډې رابللي، په کورنیو چارو وزارت او د ولایتونو په قوماندانیو کې یې د همغږۍ مرکزونه جوړ کړي، د رسنیو او حکومتي چارواکو ترمنځ د همغږۍ پراختیا تهیې کار کړی او د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي پېښې یې هم څېړلې دي.
د ولسمشر دوهم مرستیال او د رسنیو او حکومت د ګډې کمېټې مشر سرور دانش وايي، حکومت د خبریالانو او رسنیو خوندیتوب خپل مکلفیت ګڼي او په دې برخه کې له تېرو دوو کلونو راهیسې د پام وړ کار شوی دی.
ښاغلي دانش دغې غونډې ته وویل، اطلاعاتو ته د لاسرسي قانون توشېح، اطلاعاتو ته د لاسرسي ځانګړی کمېسیون او د دغې ګډې کمېټې رامنځته کول ښيي چې حکومت د رسنیو کار ته اهمیت ورکوي.
خو د ده په خبره رسنۍ هم باید ملي ګټو ته وفاداره پاتې شي.
دی وايي:
"د اطلاعاتو رسول یوه دوه اړخیزه پروسه ده. مدني ټولنې او رسنۍ باید په دې اړه مسؤلانه او په چوکاټ کې چلند وکړي او ځان د دولت او خلکو ترمنځ د پله پهحیث ثابت کړي. نه د حکومت د یوه اپوزېسیون په توګه."
د افغان خبریالانو د فدراسیون مشر فهیم دشتي هم د ګډې کمېټې کارونه او د حکومت جدیت ستايي، خو ټينګار کوي چې لا کار ته اړتیا ده.
ښاغلي دشتي دغې غونډې ته وویل، په مرکز او ولایتونو کې د رسنیو له همکارانو سره باید همکاري زیاته او تر څنګیې حکومت د رسنیو مالي ستونزو ته هم لږ اوږه ورکړي.
راپور: یوسف خان ځدراڼ