د افغانستان د ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې تېره ورځ په یوه دوستانه سیالۍ کې د نیوزیلنډ د سنټرل سنټریکس کلپ له لوبډلې لوبه وګټله.
د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغان لوبډلې د ۱۹ منډو په توپیر سره سیالې لوبډلې ته ماته ورکړه .
ښاغلی هوتک وايي، په دغې لوبه کې افغانستان لپاره رحمان الله ګربز ښه لوبه او ۱۲۷ منډې جوړې کړې.
تمه ده چې د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډله د ۲۰۱۸ میلادی کال د جنورۍ په ۱۳ مه له پاکستان سره په نړیوال جام کې لومړۍ لوبه ترسره کړي.