چارواکي: ارزګان کې د روانو عملیاتو پرمهال ۱۰۰وسله والو طالبانو ته مرګ ژوبله اوښتې.
د افغانستان په سویل کې د ارزګان ولایت سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په دغه ولایت کې له تېرو څلور ورځو راهیسې روانو چاڼيزوعملیاتو ښه پایله ورکړې او وایي چې ګڼې سیمې له وسله والو طالبانو تصفیه شوي دي.
د افغان پوځ هوايي او ځمکني عملیات د دغه ولایت مرکز ترینکوټ ښار د شمال ختیځ لوري په ۲ کیلومترۍ کې روان دي.
په همدې اړه د ازادي راډيو خبریال شریف الله شرافت پرې راپور چمتو کړی دی.
د دې راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: