د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۴:۵۱

د جګړې ښکېل اړخونه د سولې په اړه همکارۍ ته چمتو دي؟


د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د سرمنشي ځانګړي استازي تادامیچي یاماموتو پرون د ملګرو ملتونو په امنیت شورا کې د وینا پرمهال هیله څرګنده کړه چې د نوي کال په فبروري میاشت کې د کابل د پروسې غونډه به په افغانستان کې د سولې د ټینګښت لپاره یو نوی فرصت رامنځته کړي.

ښاغلي یاماموتو ټینګار وکړ چې دا چانس باید له لاسه ونه وځي او زیاته کړه یې چې ملګري ملتونه په دې برخه کې هرراز همکارۍ ته چمتووالی لري.

د سولې دا فرصت د افغانستان له نظره څومره عملي دی او ایا د دې جګړې ښکیل اړخونه همکارۍ ته چمتو دي.

احمدتکل په دې اړه د سولې د عالي شورا د اجرائیه شورا له غړي او په ملګرو ملتونو کې د طالبانو د واکمنۍ د مهال له استازي عبدالحکیم مجاهد سره مرکه کړې.

ښاغلی مجاهد د مرکې په پیل کې وايي چې ولې د ښاغلي یاماماتو څرګندونو هیله من کړی؟

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:28 0:00
مستقیم لېنک

XS
SM
MD
LG