د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۵:۳۳

د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ انتحاري حملې۶ پولیس وژلي


د کندهار د میوند ولسوالۍ پر امنیې قوماندانۍ د موټر بم په ځان وژونکې حمله کې ۶ پولیس وژل شوي او ۵ نور ټپیان دي.

په دغه حمله کې چې مسؤلیت يې وسله والو طالبانو منلی د امنیې قوماندانۍ د ودانۍ ډېره برخه ویجاړه شوې او د امنیتي ځواکونو یو شمېر موټر او ټانګونه هم سوځېدلي.

د ازادي راډیو خبریال محمدصادق رښتینی د پېښې سیمې ته تللی.

د نوموړي د بشپړ راپور د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:18 0:00
مستقیم لېنک

  • پخواني معلومات

د کندهار د لویدیځې ولسوالۍ میوند پر امنیه قوماندانۍ انتحاري موټر بم حملې ۶ محلي پولیس وژلي او ۵ نور یې ټپیان دي.

د میوند ولسوالۍ امنیه قوماندان سلطان محمد ازادي راډیو ته وویل چې دغه حمله نن د جمعه په ورځ سهار وختي شاوخوا ۵ بجې رامنځته شوې ده.

د سلطان محمد په وینا چې یوه ځان وژونکی په یوه هاموي ټانګ کې و، د پولیسو له لومړي قرول څخه تېر شوی دی او په دوهم قرول کې یې خپل موټر ته چاودنه ورکړې ده.

د نوموړي په وینا په دغه پېښه کې د دوی ۶ محلي پولیس وژل شوي دي او ۵ نور ټپیان دي.

د دې حملې مسؤلیت وسله والو طالبانو منلی دی او د زیات شمېر پولیسو د وژل کېدو ادعا کوي.

دا په روانه اوونۍ کې دوهمه انتحاري حمله ده چې په کندهار کې رامنځته کېږي.

  • پخواني معلومات

د کندهار د لویدیځې ولسوالۍ میوند پر امنیه قوماندانۍ انتحاري موټر بم حملې ۶ پولیس وژلي او ۵ نور یې ټپیان دي.

د راپورونو له مخې د میوند ولسوالۍ پر امنیه قوماندانۍ د هاموې ټانګ په وسیله ځانمرګی برید شوی دی.

د لومړنيو معلوماتو له مخې حمله کوونکي د لومړي قرول څخه تېر شوی او په دوهم قرول کې یې چاودنه کړې.

جزئیات وروسته..

پخواني معلومات

د کندهار د لویدیځې ولسوالۍ میوند پر امنیه قوماندانۍ د هاموې ټانګ په وسیله ځانمرګی برید شوی دی.

د لومړنيو معلوماتو حمله کوونکي د لومړي قرول څخه تېر شوی او په دوهم قرول کې یې چاودنه کړې.

په دې پېښه کې تر اوسه د درېيو پوليسو د وژل کېدو او څلورو نورو د ټپي کېدو خبر تائيد شوی دی.

نور جزئیات وروسته...

XS
SM
MD
LG