د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۶ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۰۲

د فوټبال افغان لوبغاړي ازادزوی د تایلنډ یوې لوبډلې سره قرارداد وکړ


د افغانستان د فوټبال د ملي لوبډلې لوبغاړي مصطفی ازادزوی د ټایلنډ د چنېګیري لوبډلې سره د لوبېدو دوه کلن قرارداد لاسلیک کړ.

د فوټبال فدراسیون د مطبوعاتو امر شفیع شاداب نن ازادي راډيو ته وویل، دی به د ټایلنډ د غوره‎لیګ په سیالیو کې ولوبېږي.

مصطفی ازادزوی تېر کال د ټایلنډ د چاینا لوبډلې سره لوبېدلی و.

د ټایلنډ د فوټبال غوره لیګ د اسیا په کچه د فوټبال د غوره لیګونو څخه یو مشهور لیګ ګڼل کېږي.

XS
SM
MD
LG