د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۲۰ غویی ۱۴۰۵ کابل ۰۰:۰۲

بند امیر کرکټ لوبډلې سپین‎غر ته د ۷۴۷ منډو هدف ټاکلی

د احمدشاه ابدالي فرسټ کلاس د کرکټ سیالیو د اتلولۍ ګټلو لپاره بند امیر لوبډلې سپین‎غر ته د ۷۴۷ منډو هدف ټاکلی.

د بند امیر لوبډلې څخه یونس احمدزي ۲۱۰ ناسوځېدلی، حشمت‌الله شهیدي ۱۶۳، محمد سردار ۹۴ او عثمان غني له نورو ډېرې ۷۳ منډې جوړې کړې.

سپین‎غر لوبډلې د لوبې د درېیمې ورځې پیل کمزوری وکړ، تر دې چې په ۱۹۶ منډو کې یې ټول لوبغاړي وسوځېدل.

که سپین‎غر د څلورمې ورځې تر پایه پاتې ۵۶۱ منډې پوره نه‎کړي او ټول لوبغاړي یې وسوځېدل، نو د احمد شاه ابدالي د فرسټ کلاس سیالیو اتلولي به بند امیر وګټي.

دا څلور ورځنۍ سیالۍ د تېرو دوه میاشتو راهیسې د پنځو زونونو ترمنځ په کابل، ننګرهار او خوست کې پیل شوې وې.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG