د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۱ غویی ۱۴۰۵ کابل ۱۰:۱۷

باور هوتک د المپیک د ملي کمېټې د سرپرست په توګه وګومارل شول

باور هوتک د المپیک د ملي کمېټې د سرپرست او احسان نیرو د دغې کمېټې د سکرتر جنرال په توګه وګومارل شول.

د المپیک د ملي کمېټې مطبوعاتي مسؤل منور شهزاد نن ازادي راډیو ته وویل چې دغه دوه تنه به د المپیک ملي کمېټې د انتخاباتو تر ترسره کېدو خپلو دندو ته دوام ورکړي.

دغه پرېکړه د المپیک کمېټې د بورډ له لوري چې د تربیت بدني رئیس هم په‎کې حاضر وو شوې ده.

راپور له دې برخې دی.
XS
SM
MD
LG