د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۴ وری ۱۴۰۴ کابل ۰۸:۵۳

د پکتیا د فوټسال خزاني سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې


د افغانستان د فوټبال فدراسیون وايي چې د پکتیا ولایت د فوټسال خزاني سیالۍ د اتفاق لوبډلې په بریا پای ته ورسېدې.

د فوټبال فدراسیون د نشراتو مسؤل شفیع شاداب نن سې شنبه ازادي راډيو ته وویل، دغه سیالۍ چې د روان لمریز کال د عقرب د میاشتې په ۱۹مه پیل شوې، د دغه ولایت ۱۴ لوبډلو په‌کې برخه اخیستې وه او د اتفاق او پامیر لوبډلو يې پای لوبې ته لاره پیدا کړه.

ښاغلي شاداب دا هم وویل چې په پای‌لوبه کې اتفاق لوبډلې ۲ د ۱ پر وړاندې بریا خپله او د دې سیالیو جام‌يې په خپل نوم کړ.

د یو بل خبر له مخې، په بلخ ولایت کې له "اېډز سره مبارزه" تر نوم لاندې د ښځو د فوټسال سیالۍ پیل شوې.

د فوټبال فدراسیون د معلوماتو له مخې، په دې سالیو کې ۸ لوبډلو ګډون کړی چې دوه میاشتې به دوام وکړي.

XS
SM
MD
LG