د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۰ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۰۸

کابل کې د ملي امنیت پر یوه مرکز برید پای ته ورسېد او داعش‌یې مسؤلیت ومانه


د کابل د ۱۰۱ اسمايي زون د قوماندانۍ مسؤلین وايي چې د ملي امنیت پر تعلیمې مرکز شوې ډله ییزه حمله پای ته ورسېده.

دوی وايي چې په دې ډله ییزه وسله واله حمله کې هیچاته زیان نه دی رسېدلی.

د دغې قومانداني امنیتي مرستیال جنرال محمد صادق مرادي د دوشنبې په ورځ ناوخته د حملې له پای ته رسېدو په سیمه کې رسنیو ته وویل چې د حمله کوونکو شمېر دوه تنه و چې د امنیتي ځواکونو له خوا له منځه یوړل شول.

نوموړي وویل:

"دا ټول دوه کسان وو چې له منځه یوړل شول، یو میل راکټ او یو میل کلاشنکوف او یو میل تفنګنچه ترلاسه شوي او جسدونه يې په سیمه کې پراته دي او د الله په فضل نه ملکي تلفات لرو او نه پوځي."

د ده په خبره دغو حمله کوونکو هڅه کوله چې د ملي امنیت تعلیمې مرکز ته داخل شي، خو خپل هدف ته ونه رسېدل.

ویل کېږي چې دا حمله د کابل ښار د افشارو په سیمه کې د ملي امنیت پر تعلیمې مرکز له غرمې وړاندې له ۱۰ بجو وروسته پیل شوې وه چې د ماښام تر پنځو بجو يې دوام وکړ.

د کابل د اسمايي زون د ۱۰۱ قوماندني امنیتي مرستیال د حمله کوونکو پرضد د امنیتي ځواکونو د عملیاتو د اوږدېدو علت د ملکي مرګ ژوبلې مخنیوی یاد کړ.

داعش یا اسلامي دولت ډلې د خپل اژانس چې اعماق نومېږي له لارې يې د دې حملې مسؤلیت منلی دی.

پخواني معلومات:

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې د ملي امنیت پر یوه مرکز د وسله‌والو مخالفینو ډله‌ییزه حمله د درېیو حمله کوونکو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

د اسلامي دولت ډلې یا داعش د دغې حملې مسؤلیت په غاړه اخیستی.

دا خبر د فرانسې خبري اژانس د اعماق په نوم د دغې سخت دریځې ډلې د خبري اژانس له قوله ورکړی دی.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال په سیمه کې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي.

تر اوسه په دې پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه‌شته.

دغه ډله‌ییزه حمله نن سهار ۱۰ بجې پیل شوې وه.

  • پخواني معلومات

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې د ملي امنیت پر یوه مرکز د وسله‌والو مخالفینو ډله‌ییزه حمله د درېیو حمله کوونکو په وژل کېدو پای ته ورسېده.

یوې امنیتي سرچینې د نوم نه‌ښودلو په شرط ازادي راډيو ته وویل چې دا مهال په سیمه کې د افغان ځواکونو تصفیوي عملیات روان دي.

تر اوسه په پېښه کې د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه دقیق معلومات نه‌شته.

دغه ډله‌ییزه حمله نن سهار ۱۰ بجې وشوه او تر اوسه د حملې مسؤلیت چا نه‌دی منلی.

  • پخواني معلومات

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې د ملي امنیت پر یوه مرکز د نن سهار له ډله‌ییز برید وروسته لا هم د ډزو غږونه اورېدل کېږي.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، ګمان کېږي چې د حمله کوونکو شمېر درې تنه دي او ډېر ژر به له‌منځه ولاړ شي.

رحیمي وايي:

"ممکن د حمله کووونکو شمېر درې تنه وي او زموږ هڅه دا ده چې ژر تر ژره دغه حمله کوونکي له‌منځه یوړل شي او سیمه تصفیه شي."

د هغه په خبره دا مهال بریدګر د افغان ځواکونو تر محاصرې لاندې دي.

تر اوسه پورې د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې د ملي امنیت پر یوه مرکز ډله‌ییز وسله‌وال برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، حمله کوونکي د ملي امنیت دغه مرکز ته څېرمه یوې لوړپوړې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځایه ډزې کوي.

د هغه په خبره، سیمې ته افغان ځواکونه رسېدلي او له حمله کوونکو سره‌یې نښته روانه ده.

د پېښې په سیمه کې د ازادي راډیو خبریال څو شېبې مخکې وویل چې تر اوسه ډزې روانې دي او سیمه امنیتي ځواکونو کلابنده کړې ده.

په دې اړه چې بریدکوونکي څو تنه دي؟ او تر اوسه چاته مرګ ژوبله رسېدلي او که نه؟ څه نه‌دي ویل شوي او نه هم تر اوسه د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه اخیستی دی.

  • پخواني معلومات

د کابل ښار د پنځمې امنیتي حوزې اړوند د افشارو په سیمه کې د ملي امنیت پر یوه مرکز ډله‌ییز وسله‌وال برید شوی دی.

د کورنیو چارو وزارت مرستیال ویاند نصرت رحیمي ازادي راډيو ته وویل، حمله کوونکي د ملي امنیت یاد مرکز ته څېرمه یوې لوړپوړې ودانۍ ته ننوتلي او له هغه ځایه ډزې کوي.

د هغه په خبره، سیمې ته افغان ځواکونه رسېدلي او له بریدګرو سره‌یې نښته روانه ده.

تر اوسه پورې د دغه برید مسؤلیت چا په غاړه نه‌دی اخیستی.

  • پخواني معلومات

په کابل کې د پنځمې امنیتي حوزې سیمه کې د قمبر څلور لارې ته نږدې د وسله‌والو او امنیتي ځواکونو ترمنځ جګړه روانه ده.

یوې سرچینې ازادي راډیو ته د نوم نه‌ښودلو په شرط ویلي چې انتحاري حمله کوونکي د ملي امنیت روزنیز مرکز شاته یوې ودانۍ ته پورته شوي او له امنیتي ځواکونو سره‌یې نښته روانه ده.

تر اوسه د دوو چاودنو غږ اورېدل شوی او لا د برید کوونکو شمېر نه‌دی معلوم.

چارواکو تر اوسه جزئیات نه‌دي ورکړي.

عیني شاهدان وايي چې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي دي.

تر اوسه کومې وسله‌والې ډلې د پېښې مسؤلیت نه‌دی منلی.

XS
SM
MD
LG