- انټرنېشنل بزنس ټايمز "International Business Times"
کاناډايۍ انلاين خپرونې انټرنېشنل بزنس ټايمز پرون د افغانستان د ورېښمو لارې په اوږدو کې د لرغونو ساحو په باب ليکنه خپره کړې ده.
د ليکنې سرليک دى: استخباراتي او تجارتي سټلايتونو په افغانستان کې د ورېښمو لارې په اوږدو کې ګڼې لرغونې ساحې موندلي چې اوس د وسلهوالو طالبانو لهخوا ورته خطر پېښ دى.
د خپرونې ليکوال زياتوي، د سټلايتونو په تصاويرو کې په ۱۶مې پېړۍ پورې اړوند تر سلو زيات کاروانسرايونه ښکاري چې يوه زمانه د ورېښمو لارې مسافرو ورڅخه ګټه اخېستله.
انټرنېشنل بزنس ټايمز خپرونه ليکي:
دغه نوې موندنه د زړو او ورکو امپراتوريو داستان بيانوي چې يو وخت په دښتو پوښل شوي افغانستان کې له رنګ او رونق څخه برخمن وو.
د راپورونو له مخې په دغو نويو موندنو کې د ورېښمو لارې ساحې هم شاملې دي چې حتى ٢٠٠٠ کاله مخکې سلګونو مسافرو هلته شپې سبا کولې، د اوبو لګونې لرغوني سيسټمونه يې درلودل.
- ساینس مجله
ساينس مجلې راپور ورکړى چې د امريکايي او افغان څېړونکو د ګډې همکارۍ په نتيجه کې دا نوي کشفيات شوي چې د افغانستان د لرغونو ميراثونو د نقشه کشۍ مشارکت نومېږي.
د مقالې په دوام راغلي، دغه پروژه د ٢ میليونو ډالرو په ارزښت ده چې د امريکا د بهرنيو چارو وزارت تأسيس کړې او لرغونپوهانو ته چانس ورکوي، په لېرې پرتو سيمو کې د افغانستان د لرغونپوهنې مشخصات په خوندي ډول مطالعه کړي.
- نړيوال بانک"World Bank"
نړيوال بانک پرون شنبه په دې اړه ليکنه خپره کړې چې په افغانستان کې د متخصصو کارکوونکو استخدامولو، په تدارکاتو کې د اصلاحاتو هڅې چټکې کړې دي.
د ليکنې په پيل کې ويل شوي، د افغانستان په وزارتونو او نورو دولتي ادارو کې د ملکي خدماتو او دولتي تدارکاتو د اصلاحاتو په توګه د ظرفيت جوړونې د ملاتړ په هدف دغه پروګرام مخکې روان دى.
نړيوال بانک ليکي، په پام کې ده د ٢٠١٧میلادي کال تر پايه پورې ٧٠٠ ښځې او نارينه چې پر شرايطو برابر وي، په بېلابېلو ادارو کې په دندو وګمارل شي.