يوه اوونۍ کېږي چې د انرايډ سيسټمونو لپاره د افغانستان ١٠١ (Afghanistan101) په نوم اپلکېشن خپور شوى دى.
د دې اپ جوړوونکى وايي، په پام کې لري، ډېر ژر د اپل توليداتو ته هم د دې اپ جلا بڼه جوړه کړي.
د اپلکېشن کاروونکي کولاى شي، د افغانستان د تاريخ، جغرافيې، کلتور او نورو مسايلو په اړه معلومات ترلاسه کړي، هلته د خپلو معلوماتو د اندازې معلومولو لپاره پوښتنو ته ځوابونه هم ويلاى شي.
د ازادۍ راديو همکار صالح محمد صالح د دې اپلکېشن له جوړوونکي اکمل داوي سره مرکه کړې ده.
د مرکې په پيل کې يې ورڅخه پوښتنه کړې چې دا اپلکېشن څه ځانګړتياوې لري؟