د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۴

موندنې: د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له ښاروالیو د رضایت کچه لوړه شوې


د افغانستان د شفافیت د څار بنسټ موندنې ښيي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال له ښاروالیو د رضایت کچه لوړه شوې ده.

د افغانستان په نهو ښارونو کې د شفافیت د څار بنسټ موندنې ښيي چې له ښاروالیو نه د خلکو د رضایت کچه ۵۶ سلنه ده.

د دغه بنسټ مشر اکرام افضلي چې د شنبې په ورځ یې د ښاروالیو د خدمتونو په اړه د تر سره شوې سروې د وروستي راپور نتیجې له رسنیو سره شریکولې، ویې ویل چې چاریکار لومړی، هرات دوهم او مزارشریف درېیم مقام ګټلی دی.

دی وايي، ګردیز د دغه جدول په اخر کې او د کابل ښاروالي چې د تېر کال په پرتله یې د خلکو ۲۰ فیصده ډېر رضایت تر لاسه کړی، لا هم په اتم مقام کې دی.

ښاغلي افضلي وویل:

"موږ د بېلابېلو مواردو په اړه له خلکو پوښتنې کړي، نو د افغانستان په نهو ښارونو کې چې کومه سروې ترسره شوې، د خلکو د رضایت کچه تقریباً ۵۶ سلنه ده او خلکو چې کومې نومرې ورکړي، مختلفو خدماتو ته دا ۵۵ سلنه ده، یعنې د خلکو د رضایت کچه او دوی چې څومره نومرې ورکړي، دا ډېر مستقیم ارتباط سره لري."

د شفافیت د څار بنسټ دغه سروې، په کابل، جلال اباد، هرات، مزارشریف، کندز، چاریکار، محمود راقي، بامیان او ګردیز ښارونو کې کړې ده.

د خلکو د شکایتونو اورېدل، د دوی مشارکت، د کثافاتو په ټولولو کې د ښاروالیو پاملرنه، اطلاعاتو ته لاس رسی، حساب ورکونه او داسې نور هغه موارد دي چې خلکو نه یې په اړه پوښتنې شوې دي.

د کابل ښاروالي چې په درجه بندی کې ډېره وروسته راغلي، وايي چې د کابل ښار ګڼې میراثي ستونزې، د خلکو لوړې هیلې، د زورواکو شتون او ګڼو خنډونو د دوی خدمتونه کمرنګه کړي دي.

د ښاروالۍ سرپرست عبدالله حبیب زی وايي، دوی د ښار د وضعیت د ښه کېدو په هدف معیاري او بنسټیز کارونه پیل کړي، خو په ورته وخت کې دی د خدمتونو او پروژو په وړاندې د مافیایي چاپېریال خبره کوي.

له دې ټولو سره د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو خپلواکه اداره وايي، د خلکو د رضایت د کچې د لوړولو په هدف، ښارولان په ګڼو التزامي کارونو مکلف ګرځول شوي دي.

د یادې ادارې د ښاروالیو مرستیال عبدالباقي پوپل دغې غونډې ته وویل، د خلکو رأیو ته درناوی لري او دا کار د ښاروالیو تر منځ سالم رقابت رامنځته کولای شي.

نوموړی زیاتوي:

"دا د خوشحالۍ ځای دی، په هغه ځای کې چې دری څلور کاله مخکې وو او اوس یوو، باید سره توپیر ولري، دا هم ستونزمنه ده چې موږ کابل ښاروالې له نورو سره پرتله کړو، ځکه موږ د کابل ښاروالې د ښاروالیو د مور په توګه پېژنو، دلته ستونزې ډېرې زیاتي دي، خو بیا هم دا ښاروالۍ ښې لاسته راوړنې لري."

له دې سره خلک وايي، د ښاروالیو خدمتونه په ځانګړي ډول، د کابل ښاروالۍ فعالیتونه په سیاسي او امنیتي وضعیت اغېز لري او خلکو ته هیلې وربخښي.

د زلمي په نوم یوه صنعت کار ازادي راډيو ته وویل، ښاروالۍ که د خلکو د لومړیتوبونو او مشورو له مخې پروژې پلې کړي، دا رضایت به لا ډېر شي.

راپور: یوسف خان ځدراڼ

XS
SM
MD
LG