د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۸

دفاع وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند وروستۍ څرګندونې رد کړې


د افغانستان د فاع وزارت د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت د مسؤلینو د څرګندونو په اړه وايي، د دواړو هېوادونو پوځي مرکزونو ته د پوځي استازو په لېږلو موافقه نه ده شوې.

د افغانستان دفاع وزارت وايي، پاکستان ته د افغان پلاوي د سفر پرمهال، پاکستاني چارواکو وړاندیز کړی چې د دواړو هېوادونو په پوځي مرکزونو کې باید، د دواړو لورو پوځي استازي موجود وي.

د د فاع وزارت ویاند دولت وزیري د جمعې په ورځ«د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۴ مه» ازادي راډیو ته وویل، تراوسه په دې برخه کې هوکړه نه ده شوې.

د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري
د دفاع وزارت ویاند دولت وزیري

ښاغلی وزیري وایي:

"هغوی وړاندیز کړی چې استازی یې د افغانستان د دفاع وزارت په قرارګاه کې او زموږ استازی د پاکستان د دفاع وزارت په قرارګاه کې و اوسي، پر دې موضوع توافق نه دی شوی، یوازې د همغږۍ د مرکزونو په بیا فعالېدو توافق شوی دی."

دا په داسې حال کې ده چې د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند محمد فیصل د پنجشنبې په ورځ په یوې خبري ناسته کې ویلي چې هېواد يې له افغانستان سره توافق کړی چې د امنیت د ښه کېدو لپاره، د دواړو هېوادونو په پوځي مرکزونو کې به، د دواړو لورو پوځي استازي ځای پرځای شي.

که څه هم د کابل او اسلام اباد اړیکې ښې نه ښکاري، خو د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت مسؤلین وايي، د دواړو هېوادونو ترمنځ په اړیکو کې ښه والی راغلی دی.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند د عملي پلان په نامه د یوې طرحې لپاره د دواړو هېوادونو پیوستون افشا کړ او ويې ویل چې دغه وړاندیز د روان میلادي کال د نوامبر په ۲۵ مه له افغانستان سره شریک شوی دی.

په هغه سند کې چې د پاکستاني چارواکو په خبره، افغانستان پرې موافقه کړې، د د واړو لورو سودمنې او جامع سیاسي خبرې اترې او اقتصادي، پوځي، استخباراتي او د کډوالو موضوع‎ګانې پکې شاملي دي.

د پاکستان د بهرنیو چارو د وزارت ویاند ویلي چې هېواد یې د افغان لوري د رسمي ځواب په انتظار دی.

د ده په خبره، دغه وړاندیز کابل ته د پاکستان د اردو د لوی درستیز قمرجاوید باجوه د سفر پر مهال، لهجمهور رئيس اشرف غني سره مطرح شوی دی.

بل خوا ویل کېږي چې د پاکستان د پارلمان یو پلاوی افغانستان ته رسېدلی چې له افغان چارواکو سره، د دواړو هېوادونو د اړیکو په ښه والي خبرې اترې وکړي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې، دغه پلاوی به د پاکستان د ملي اسمبلۍ او د پاکستان د مسلم لیګ د ګوند د غړي رانا افضل خان په مشرۍ په کابل کې، له افغان چارواکو سره خبرې وکړي.

دغه رسنۍ افغانستان ته د پاکستان د پارلماني پلاوي سفر د هغې طرحې دوهمه مرحله بولي چې «له پولې اخوا» په نامهنومول شوې ده.

افغان حکومت کابل ته د پاکستاني پلاوي د سفر په اړه څه نه دي ویلي.

د افغانستان د مشرانو جرګې د اداري پلاوي ځیني غړي وايي، د دغه سفر په اړه معلومات نه لري، خو د دواړو هېوادونو په پوځي مرکزونو کې د دواړو لورو د پوځي استازو شتون، د افغانستان په ګټه نه دی.

د دغې جرګې دوهم منشی فیصل سمیع وايي:

"تراوسه موږ او نړیوالې ټولنې داسې نښې نه دي ترلاسه کړي چې د افغانستان په اړه د پاکستان په ستراتیژۍ کي بدلون وښيي، هرکله چې د دواړو لورو ترمنځ مذاکرات شوي، وضعیت لا خراب شوی او د پاکستان دغه اقدام ته هم د شک په سترګه وینو."

ښاغلی سمیع له افغان حکومته غواړي چې د پاکستان وړاندیزونو ته مثبت ځواب ونه وايي، ځکه دده په خبره، پاکستان هڅه کوي چې د افغانستان په پوځي لیکو کې درز واچوي.

راپور: خان محمد سیند

XS
SM
MD
LG