يو شمېر عام خلک شکايت کوي چې ځيني سندرغاړي په خپلو سندرو کې نشه يي مواد او د نشې حالتونه ستايي او په دې ډول ځوانان نشو ته هڅوي.
د نړۍ د ټولو ژبو په شعرونو او سندرو کې له ډېر پخوا څخه د نشه يي موادو او نشه يي حالت تصوير او انځورګري شوې چې په نوې اصطلاح يې خمريه شاعري بولي او د افغانستان په ادبياتو کې هم دا ډول شاعري ځانګړی ځای لري.
خو دا چې دا ډول سندرې پر عامو خلکو څه اغېز کوي، دا به خپله د خلکو له خولې واورو:
"نوم مې حمايت الله او د کونړ ولايت يم، کله چې يو سندرغاړی په سندرو کې نشه يادوي، خامخا پر ځوانانو تاثير کوي، ځيني ځوانان چې دا سندرې واوري، کله چې پر لاره ځي، همدا سندرې له ځان سره زمزمه کوي، کېدای شي چې په دې ډول دوی هم نشې ته مخه کړي."
"زما نوم شبينه ده او د کابل ولايت اوسېدونکې يم، هغه شاعران چې په خپلو شعرو کې داسې پيغامونه خلکو ته رسوي، کېدای شي ځوانان د نشه يي توکو په اړه فکر وکړي، موږ پوهېږو چې نشه يي مواد څومره بد شی دي، زموږ ځوانانو او وطن ته يې څومره ضررونه رسولي دي."
"نوم مي تاج محمد او د کابل ولايت د پغمان ولسوالۍ اوسېدونکی يم، هغه سندرغاړي چې په خپلو سندرو کې خلک نشه يي موادو ته هڅوي، پر ټولنه باندې ډېر بد اغېز کوي."
د عامو خلکو تر څنګ ارواپوهان هم دا ډول سندرې د ټولنې، په تېره بيا د ځوانانو په زيان بولي او په خبره یې، کله چې دوی دا ډول سندرې اوري، نو اغېز ورباندې کوي، دا کار ښه ورته ښکاري او په دې ډول يې ذهني مدافع سيستم کمزوری کېږي او په نتيجه کې نشو ته مخه کوي.
د کابل د ښوونې او روزنې پوهنتون د ارواپوهنې استاد محمد ظاهر شمس وايي چې دا ډول سندرې د ځوانانو پر چلند او ژوند ناوړه اغېز کوي.
ښاغلی شمس وایي:
"زموږ او ستاسې ټولنه پر شعرونو باندې ډېر باور لري، که چېرې دا ډول شعرونه د سندرغاړو له خوا په ښه اواز کې وويل شي، نو د خلکو پر چلند او ژوند باندې ډېر بد اغېز کوي، ځيني هغه خلک چې پر بين البين موقف باندې قرار لري، يعنې له نشه يانو سره روابط لري، که دوی داسې سندرې له راډيو يا ټلويزيون له لارې واوري، نو فکر کوي چې دا واقعاً ډېر ښه شيان دي، دوی که هېڅ تصميم نه لري چې نشه يي مواد استعمال کړي، تر دې وروسته يې استعمالوي."
ځينې شاعران وايي چې په شعرونو کې د نشه يي موادو يادونه سمبولونه دي او د دوی هدف له دې ډول سمبولونو څخه ظاهري معنا نه ده، خو شاعر او څېړونکی حبيب الله رفيع وايي چې په دې پټو ماناګانو، سمبولونو، کنايو، استعارو او اشاروباندې عام خلک نه پوهېږي.
ښاغلي رفیع وویل:
"په ځينو صوفيانو کې دا تعبيرونه شته چې له نشې او شرابو څخه د حقيقې شرابو او يا د خدای د مينې معنا اخلي، دا ډېرې محدودې حلقې دي، د عامو خلکو لپاره نه دا خبرې د قناعت وړ دي او نه دا تعبيرونه مني، پر خلکو باندې په ساده ژبه ويل شوي شعرونه بد اثر کوي، ځيني ځوانان او خالي ذهنه کسان له دې نه غلطه استفاده کوي او په نشو باندې اوړي."
دا ډول سندرې نه يوازې دا چې په کليو او بانډو کې رواج لري، بلکې په ښارونو کې هم د ښاديو او خوښيو په محفلونو کې ويل کېږي.
د کندهار يو محلي سندرغاړی صالح محمد پروانه چې دا ډول سندرې يې ډېرې ويلي، وايي چې دا کار د پيسو لپاره کوي.
نوموړی زیاتوي:
"وطنوال، اورېدونکي او ناست خلک يې غوښتنه کوي، يو وايي يوه سندره راته ووايه، بل وايي بله سندره راته ووايه، دوی موږ ته د سندرو فرمايش راکوي او په بدل کې يې پيسې راکوي، موږ مجبوريوو چې دا ډول سندرې ورته ووايوو، زموږ داسي کار دی لکه دوکانداري، که دا ډول سندرې و نه وايوو، خلک خفه کېږي، داسې وخت هم راغلی چې يو چا بخششي راکړې، خو بېرته يې اخيستې ده، وايي زما فرمايش دې نه دی ويلی."
د افغانستان د نشه يي موادو پر ضد د مبارزې وزارت د پالېسۍ له مخې، د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت مکلف ګڼل شوی چې بايد د دې ډول سندرو مخه ونيسي، خو دا ډول سندرې بيا هم هره ورځ له بېلابېلو راډيوګانو او ټلويزيونونو څخه خپرېږي.
د اطلاعاتو او فرهنګ سرپرست وزير پوهاند محمد رسول باوري وايي چې دوی هڅه کوي په رسنيو کې د ټولو هغو خپرونو مخه ونيسي چې خلک بې لارې کوي.
ښاغلی باوري وایي:
"زموږ په اساسي قانون کې دا حکم شته چې ټول هغه څه بايد خپاره نه شي چې د هېواد د منلي فرهنګ پر خلاف وي، دغه ډول موږ د رسنيو په قانون کې هم دا خبره لرو چې هغه سندرې او نور فرهنګي مواد بايد د رسنيو له قانون سره سم خپاره شي، په دې قانون کې وضاحت شته چې هغه سندرې چې خلک تحريفاتو او غير مشروع او نامنلو کارونو ته هڅوي، منع دي، موږ هڅه کوو چې د دې قوانينو د تطبيق زمينه برابره کړو او يا دا زمينه برابره شي."
افغانستان دا مهال څه باندې درې نيم ميليونه معتادين لري چې اکثره يې ځوانان دي، که د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت، د ټولنې مخور شخصيتونه او مدني ټولنې د دې ډول سندرو مخه و نه نيسي او له بلې خوا شاعران او هنرمندان هم په خپلو شعرونو او سندرو کې له منفي پيغامونو څخه ډډه و نه کړي، نو د معتادينو شمېر به نور هم ډېر شي.
راپور: عبدالنافع همت