افغان حکومت د هېواد په شمال کې د امنیتي ګواښونو د زیاتېدو له کبله د ولسمشر ولادمیر پوتین د څرګندونو په ځواب کې وايي چې افغانستان د ترورېزم پرضد د مبارزې په لومړۍ کرښه کې دی.
د ارګ ویاند ویلي چې افغانستان د ترورېستي ډلو پرضد د مبارزې په برخه کې مسؤلانه عمل کوي او نورو هېوادونو څخه هم د مسؤلانه اقداماتو تمه لري.
په افغانستان کې پر زیاتېدونکو ناامنیو د روسیې د اندېښنو په اړه احمدتکل د ولسي جرګې له دوهم مرستیال نذیراحمدزي سره مرکه کړې.
ښاغلي احمدزي په پیل کې په افغانستان کې د وسله والو مخالفینو په وړاندې د روسیې پخوانۍ پالیسۍ ناسمې وبللې.
د دې مرکې د اورېدو لپاره لاندې لېنک کېکاږئ: