د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۹ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۲۲

د سوداګرۍ خونه: هند ته په ۵ میاشتو کې ۱۵۵۵ ټنه افغان سوداګریز توکي تللي


د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي چې په ۵۰ پروازونو کې د تازه او وچې مېوې په ګډون له ۱۵ سوه ټنو زیات سوداګريز اقلام هند ته صادر شوي دي.

دغه خونه وايي، له ۵ میاشتو په کمه موده کې د هوايي دهلېز له لارې له هند سره د افغانستان سوداګري ښه غوړېدلې او د لا چټکتیا په حال کې ده.

د دغې خونې د عامل پلاوي رئیس عتیق الله نصرت د سې شنبې په ورځ «د ۱۳۹۶ کال د لیندۍ په ۲۱ مه» په کابل کې خبریالانو ته وویل، تراوسه په ۵۰ پروازونو کې د تازه او وچې مېوې په ګډون له ۱۵ سوه ټنو زیات سوداګريز توکي هند ته صادر شوي دي.

عتیق الله نصرت
عتیق الله نصرت

ښاغلي نصرت وویل:

"موږ په دغو ۵۰ پروازونو کې د ۱۵ سوه ۵۵ ټنو په اندازه صادارتي اقلام چې ۱۱سوه ټنه یې تازه او وچه مېوه تشکیلوي، هندوستان ته صادر کړي چې دا له ۵ میاشتو په کمه موده کې د پام وړ حجم دی، د دغو صادراتي اقلامو ټولیز ارزښت ۲۰ میلیونو ډالرو ته رسېږي."

د روان لمریز کال د جوزا په ۲۹ مه د هند او افغانستان ترمنځ هوايي دهلېز پرانېستل شو چې د افغان چارواکو په خبره، د تازه او وچې مېوې په ګډون، طبي بوټي او بېلابېل اقلام له افغانستانه هند ته صادرېږي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، په لومړي سر کې اټکل داسې و چې ممکن دغه دهلېز ښه نتیجه ورنه کړي، خو د دوی په وینا، د دواړو ملکونو د حکومتونو د ټینګ ملاتړ له امله، سوداګري ښه غوړېدلې او د لا پراختیا په حال کې ده.

بل خوا د ملکي هوايي چلند خپلواکه اداره وايي، افغان حکومت هڅه کوي چې د سعودي عربستان، قزاقستان او د ترکمنستان په ګډون له یوشمېر نورو هېوادونو سره هوايي دهلېزونه پرانېزي.

د دغې ادارې ویاند قاسم رحیمي په همدې غونډه کې وویل، له یادو هېوادونو سره د پراوزنو طرحه چمتو شوې او په نېږدې راتلونکې کې به لاسلیک شي.

ښاغلی رحیمي زیاتوي:

"د دغو هوکړو له لاسلیک سره به نه یوازې عامو افغانانو ته د سفر اسانتیاوې رامنځته شي، بلکې ورسره به له دغې لارې د افغان سوداګرو د مالونو لپاره له کارګو هم کار واخیستل شي."

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونه وايي، له هند سره د هوايي دهلېز له امله، روان کال د تېر کال په پرتله د افغانستان په صادراتو کې زیاتوالی راغلی او له هند سره د افغانستان په سوداګرۍ کې ۱۱ سلنه زیاتوالی راغلی دی.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG