د اسپانیا د لالیګا سیالیو په لړ کې نن شپه ریال مادرید له سویا سره د لوبې ډګر ته ځي.
دغه لوبه د ریال مادرید په کوربه توب د کابل پروخت د شپې ۷:۴۵ دقیقې پیلېږي.
دغه راز د انګلستان د غوره لیګ سیالیو په لړ کې نن شپه برنلي له چلسي، بروموت له کرستال پالاس، برایتن له هادرس فیلد، سوانسي له ویست برمویچ او تاتنهام له استوک سیتي سره لوبه لري.
دغه لوبې د کابل پر وخت د شپې ۷:۳۰ دقیقې ترسره کېږي.