د افغانستان دفاع وزارت د یو شمېر پاکستاني رسنیو د هغو ریپوټونو په غبرګون کې چې د بګرام په زندان کې دوه سوه پاکستاني زندانیان په خراب حالت کې د بند شپې سبا کوي وايي، دوی ټولو کورنیو او بهرنیو زندانیانو ته لازمه رسېدګي کړې ده.
د دې وزارت مرستیال ویاند محمد رادمنش د شنبې په ورځ«۱۳۹۶کال لېندۍ۱۸» ازادي راډيو ته وويل، د ټولو زندانیانو دوسیې پر خپل وخت عدلي او قضايي ادارو ته سپارل شوي او د دې بنسټونو د پرېکړې له مخې اقدام شوی.
ښاغلي رادمنش وویل چې په دې برخه کې د ملګرو ملتونو کنوانسیونونه په پام کې نیول شوي دي.
نوموړي زیاته کړه:
"موږ په ټاکلي وخت ورته خوراک او څښاک برابرو او دارنګه مو دوی په خپل وخت عدليي او قضايي ارګانونو ته ورپېژندلي او هغه کسان چې په عدلي او قضايي ادارو کې يې خپل وخت پوره کړی وي د یوې ورځې لپاره هم هلته نه پرېښودل کېږي."
د افغانستان د دفاع وزارت د معلوماتو له مخې هغه پاکستاني زندانیان چې په بګرام کې بندیان دي ټول يې وسله وال او د جګړو په ډګرونو کې نیول شوي دي.
د دفاع وزارت مرستیال ویاند وايي، زياتره تروریستان چې نیول شوي ډېره برخه يې پاکستاني وسله وال دي، خو ښاغلي رادمنش په افغانستان کې د پاکستاني زندانیانو د شمېر په تړاو څه ونه ويل.
دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستيو کې یو شمېر پاکستاني رسنیو ریپوټونه خپاره کړل په بګرام زندان کې پراته پاکستاني زندانیان د بند سختې شپې سبا کوي.
دغو رسنیو د یو شمېر زندانیانو له قوله لیکلي چې دوی ته پر وخت خوراک نه رسېږي او دارنګه د اکثرو دوسیې بشپړې شوي ولې بیا هم له زندان څخه نه دي ازادي شوي.
په ورته وخت کې د پوځي برخې کارپوه باري عارض وايي، د افغانستان په زندانونو کې د پاکستاني زندانیانو موجودیت په افغانستان کې د پاکستان د لاس وهنو ښکاره ثبوت دی.
نوموړي زیاته کړه:
"پاکستانيانو په دې ډول څرګندونو ښکاره کړه چې هغوی د افغانستان په کورنیو چارو کې لاس وهنه کوي او په دې يې اعتراف وکړ چې پاکستانيان په افغانستان کې نيول شوي دي."
ښاغلی عارض وايي، بلخوا پاکستان غواړي افغانستان نړیوالې تولنې ته د بشر حقوق نقض کوونکی هېواد معرفي کړي چې په اصل کې دا حقیقت نه لري.
دی وايي، افغانستان باید له دې فرصت څخه ګټه پورته کړي او د پاکستاني ترورستانو لېست چې په افغانستان کې نيول شوي پر پاکستان د فشار راوستو لپاره دې د ملګرو ملتونو امنیت شورا ته وسپاري.
راپور: شاه محمود شینواری