د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۶

نړيوالو قدرتونو عربستان او ايران ته خبردارى ورکړ


نړیوالو قدرتونو پر سعودي عربستان او ایران فشار زیات کړى، څو د لبنان په سياسي چارو کې له مداخلې لاس واخلي.

دوی له حزب الله ډلې چې د ايران متحده ګڼل کېږي، غوښتنه کړې چې په ګاونډيو هېوادونو کې خپل پوځي فعاليتونه بند کړي.

د لبنان د ملاتړ نړیوالې ډلې د غړو هېوادونو استازو پرون جمعه په پاریس کې د لبنان له صدراعظم سعد حریري سره وکتل.

د ملګرو ملتونو د امنیت شورا پنځه دایمي غړي بریتانیا، چین، فرانسه، روسیه او د امریکا متحده ایالات د لبنان د ملاتړ په نړیواله ډله کې شامل دي.

د لبنان له صدراعظم سره دا لیدنه د هغو هڅو یوه برخه ده چې هدف يې په لبنان کې د ماتېدونکي حکومتي ائتلاف پیاوړي کول دي.

د لبنان صدراعظم سعد حریري
د لبنان صدراعظم سعد حریري

حریري تېره میاشت د خپلې استعفا له اعلان سره لبنان له سیاسي بحران سره مخ کړ.

نوموړي سعودي عربستان ته د یو سفر پر مهال وویل، د ترور کېدو له وېرې استعفا کوي، ایران او حزب الله ډله یې ملامته کړل.

حريري حزب الله ډله چې د واکمن ائتلاف برخه ده، ملامته کړې چې نه غواړي په سيمه ييزو شخړو کې د لبنان د بې طرفۍ له پاليسۍ سره ځان عيار کړي.

حزب الله او ايران له کلونو راهيسې د سوريې په کورنۍ جګړه کې د سوريې د ولسمشر بشارالاسد ملاتړ کړى دى.

د سوريې رژيم له سني ياغيانو سره په جګړه بوخت دى.

خو له نړیوالو فشارونو او د لبنان د سیاسي ګوندونو ترمنځ له خبرو وروسته حریري خپله استعفا بېرته واخیسته او د نوموړې ائتلافي حکومت د سې شنبې په ورځ یو وار بیا د عرب هېوادونو په کړکېچونو کې د نه مداخلې پر پالیسۍ ټینګار وکړ.

د پاريس په غونډه کې نړيوالو قدرتونو هڅه وکړه چې سعودي عربستان او ايران ته د لبنان په چارو کې د نه مداخلې د خبرداري په ورکولو سره، د لبنان د حکومت نوى شوى دريځ غښتلى کړي.

په دې غونډه کې د جرمني، ايټاليا او مصر استازو هم برخه درلوده.

دا په داسې حال کې ده چې شيعه مذهبه ايران په لبنان کې د حزب الله ډلې او په سوريه کې د شيعه وسله والو ملاتړ کړى دى.

حريري چې سني دى، سعودي عربستان او نور سني عرب هېوادونه يې ملاتړ کوي، په سيمه کې د ايران د ځواک پر زياتېدو اندېښنه لري.

XS
SM
MD
LG