د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پرون د ایرلنډ په وړاندې خپله دوهمه یو ورځنۍ لوبه وبایلله.
لوبه ایرلنډ پیل کړه چې په پنځوسو اوورونو کې یې نهه لوبغاړي وسوځېدل او افغانستان ته یې د ۲۷۱ منډو هدف وټاکه خو افغان لوبغاړو ۲۲۰ منډې جوړې وکړې او ټول په شپږ څلوېښتم اوور کې وسوځېدل.
افغانستان په شارجه کې د دریو یوورځنیو لوبو د لړۍ په لومړۍ مسابقه کې ایرلنډ ته د ۱۳۸ منډو په توپیر ماتې ورکړه.
د افغانستان او ایرلنډ د لوبډلو فاینل مسابقه د یکشنبې په ورځ په شارجه کې کېږي.