د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ کب ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۰۷

رونالډو د ۲۰۱۷ کال د غوره لوبغاړي دوهمه جایزه هم وګټله


د فوټبال پرتګالي لوبغاړي کریستیانو رونالډو پرون د ۲۰۱۷ کال د فوټبال د غوره لوبغاړي یوه بله جایزه هم وګټله.

په تېرو ۵ کلونو کې دا څلورم ځل دی چې رونالډو د بالُن ديور Ballon d'Or په نوم دا جایزه ګټي او په ټوله کې پنځم ځل دی چې د نړۍ دې منلي ستوري ته ورکول کېږي.

ارجنتینی لیونیل مسي چې په پرونیو مراسمو کې یې دوهم مقام وګاټه یوازینی فوټبالر دی چې بالُن دیور جایزه یې پنځه ځلې ګټلې.

۳۲ کلن رونالډو سږکال نورې معتبرې جایزې هم ګټلي.

په اکتوبر میاشت کې د فوټبال نړیوال فدراسیون یا فیفا د غوره نارینه لوبغاړي او په اګست میاشت کې د اروپا د فوټبال فدراسیون یا یوفا UEFA د ۲۰۱۶- ۲۰۱۷ کلونو د غوره فوټبالر جایزې ورکړې.

XS
SM
MD
LG