د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۲

د نامتو شاعر ارواښاد ریاض تسنیم ژوند او فن


د پښتو ژبې نامتو او د ځانګړي سبک شاعر، لیکوال او کره کتونکی ریاض تسنیم د تېرې دوشنبې په ورځ د ۴۹ کلونو په عمر د کراچۍ په یوه روغتون کې د ورپېښې ناروغۍ له امله له دې نړۍ سترګې پټې کړې.

د پښتو دغه نامتو شاعر له اصله د خېبر پښتونخوا اوسېدونکی و، خو له تېرو شااوخوا درېيو لسیزو راهیسې د سند ایالات په مرکز کراچۍ کې اوسېده او په پولیس ډیپارټمنت کې یې دنده ترسره کوله.

ارواښاد له تېرې اوږدې مودې راهیسې د تور زېړي په رنځ اخته و چې په دې وروستیو کې په ځینو روغتونونو کې د درملنې په پار بستر شوی هم و.

ریاض تسنیم د خپل ادبي ژوند په اوږدو کې ۳ شعري ټولګې "دا کوم رنګ دې کشید کړی"، "چندڼ" او "زه که دا وارې ویده شوم" پنځولي او همدا شان‌یې ۲ نثري ټولګې "بیډ نمبر ۲۸" او "منتخابات خوشال" هم چاپ شوي وو.

لیکوال، شاعر او د ارواښاد تسنیم نږدې ملګری عثمان ولسیار، د هغه مړینه د پښتو ادب لپاره ستره ضایع بولي.

نوموړي له ازادي راډیو سره په خبرو کې د تسنیم د شاعرۍ په اړه وویل، تسنیم د جدید غزل په ټولو غوښتنو ښه پوهېده، د وطن ستونزې یې درک کړې وې او په خبره‌یې، چې هغه د جدید غزل په سرخېلانو کې راځي.

دی وايي:

"د ریاض تسنیم د مرګ په داسې المناک او دردناک وخت باندې د هغه پر شعر او فن باندې خبرې کول ډېر زیات مشکله ده. د ریاض تسنیم یو شعر دی؛

دواړه برباد ولې په خپل ځای مطمئن یو دواړه

نه زه په وخت، نه وخت زما پسې لاسونه مروړي

هغه د شعر د یو دومره مطمئن ذهن خاوند و چې شعر هم په شعوري حواله باندې لیکلی، د فکر او شعور په بنیاد یې شاعري کړې ده. د دې وطن ټولې ستونزې یې نظر کې ساتلې دي. هغه د جدید غزل په سرخېلانو کې شمار دی او جدید غزل صرف په هغه معنی کې نه، چې موږ یې صرف د اصطلاح په شکل کې استعمال کړو، بلکې هغه د نوي غزل او نویو رجحاناتو باندې پوه سړی و."

رياض تسنيم د خپل تخليقي استعداد او زرخېز تخيل په مرسته نه‌يوازې د کراچۍ د رڼاګانو په ښار کې بلکې په لرې او برې پښتونخوا کې د خپل غزل څراغ داسې روښانه ساتلى و چې رڼا يې د پښتو معاصر شعر په چاپېريال کې تر هره ځايه رسېدله.

تسنيم له ژوند سره د مينې، له خپلې خاورې سره د وفا او د مزاحمت شاعري په داسې ژبه کړې چې د لوستونکي په ذهن کې ضرور نقش پرېږدي.

تسنيم تل په خپلو شعرونو کې ويدو خلکو ته د ويښتيا سپېڅلې مبارزه وکړه.

شاعر او لیکوال طاهر ځلاند هم په دې باور دی چې ارواښاد تسنیم د پښتو شاعرۍ په روان بهیر کې خپله لار درلوده او په خبره‌یې چې هغه په شاعرۍ کې یوه قوي او سوچه مفکوره درلوده او د خپلې ټولنې عکاسي یې کوله.

ښاغلي ځلاند په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:

"ریاض تسنیم د پښتو د شاعرانو په هغه کتار کې ولاړ شاعر او تخلیقکار و چې خپله لاره‌یې درلوده چې په ډېرو ځوانانو کې د هغه د سبک د پیروۍ نښې نېښانې ښکاري. ریاض تسنیم یو داسې شاعر و چې د هغه د لیک تر شا یوه سوچه او قوي نظریه موجوده وه. د خپلې ټولنې د دربدرۍ، محرومیو او ستونزو نه رانیولې د هغوی تر غوښتنو، هیلو، ارمانونو، مینې او تصوراتو پورې غځېږي. ریاض تسنیم په خپله شاعرۍ کې خپل همدغه ډول قوي رنګ او قومي سوچ ته ځای ورکړی دی."

د تسنيم شاعري د لويو شاعرانو په څېر اکثر د خپلې ټولنې تصوير وړاندې کوي او په ډېرو بيتونو کې يې د پښتانه وطن بده ورځ ليدل کېداى شي.

ارواښاد تسنیم د خپل ادبي ژوند په اوږدو کې پر شاعرۍ سربېره په نثري لیکنې او لنډې کیسې هم لیکلي او همدا شان‌یې په اردو ژبې هم شاعري کړې ده.

عثمان ولسیار د ارواښاد تسنیم نثري لیکنو ته په اشاره وايي:

"ریاض تسنیم په اردو شعر او عالمي ادب کې ډېره زیاته مطالعه لرله. بیا په افسانه کې چې هغه کوم علامتونه راوړي، کومه ژبه‌یې استعمال کړې ده، په سنجیده ادب کې چې هغه څومره مضامین لیکلي دي، څېړنې یې کړي، نو ډېره زیاته شعوري هڅه‌یې کړې ده چې د پښتو ژبه د نورو سیمه‌ییزو ژبو د ترقۍ په دې بهیر کې له هغوی سره شامله کړي."

ارواښاد تسنیم پر شاعرۍ سربېره په پښتو ادب کې کره کتنې ته هم ډېر خدمت ترسره کړی دی.

طاهر ځلاند د کره کتنې په لړ کې د ریاض تسنیم هڅې په دې ټکو یادوي:

"له دې ورهاخوا ریاض تسنیم یو ډېر سترګه‌ور نقاد او کره کتونکی و. د ادبیاتو په اړه، د فرهنګ په اړه، د ژوند د نورو مسایلو په اړه هغه ډېر نوی، باریک او قوي نظر درلود. زما په نظر د پښتو ادبیاتو په دغو نږدې څو لسیزو کې تسنیم یو له څو په شمار هغو کسانو څخه دی چې د ده له نوم پرته زموږ د پښتو ادب، په ځانګړې توګه د تېرو ۴۰ ادب به نیمګړی وي."

ارواښاد تسنیم خپل یو اثر "بېډ نمبر ۲۸" څو کاله مخکې د خپلې ناروغۍ پر مهال په روغتون کې لیکلی و او د خپلې ناروغۍ کیسه‌یې په ډېر هنري انداز په‌کې کړې ده.

لیکوال او شاعر میر احمد یاد چې په کراچۍ کې یې له تسنیم سره په ادبي ناستو کې برخه اخیستې او د هغه دغه اثر یې لوستی، د تسنیم لیک ځانګړی او هر اړخيز بولي او وايي چې نوموړي ډېر بامسؤلیته شاعري او لیک کړی دی.

ښاغلی یاد وايي:

"په نثر کې د ده یو کتاب د «۲۸م بېډ» په نوم دی چې هغه د ده د ناروغۍ راپورتاژ دی. تسنیم کې جالب ټکی دا دی چې دا ډېر ظریف مزاحیه نګار هم و، ډېر ظریف به‌یې کاوه. په دغه کتاب کې یې ډېر ظریف طنز کړی دی، بیا د دې تر څنګ په دې کې ژوره تراژیدي او عجیب رومانیت پروت دی. نو د ده چې څنګه شاعري داسې ډېر اړخونه لرل، همداسې د ده نثر کې هم و. هغه په نثر او شاعري کې سرسري چلند نه‌دی کړی، بلکې هغه‌یې د مسؤلیت په توګه منل او مسؤلانه چلند یې ورسره کړی دی."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:07:11 0:00
مستقیم لېنک

د پښتو د روان شعري بهیر د دغه سرخېل شاعر په مړینه په لر او بر کې پښتنو لیکوالانو او شاعرانو د خواشینۍ او د خپګان ښودلو تر څنګ، هغه ته عقیدت پېرزوینې د وړاندې کولو په پار د هغه د یادغونډو جوړولو تابیا هم کړې ده.

د یادونې وړ ده چې د پښتو ژبې نامتو سندرغاړي سردار علي ټکر په ګډون یو شمېر نورو سندرغاړو د ریاض تسنیم غزلې په خپلو غږونو کې هم ویلي چې مینه‌والو یې تود هرکلی کړی و.

راپور: ذبیح مومند

XS
SM
MD
LG