د افغانستان جمهوري ریاست وايي، ولسمشر محمد اشرف غني نن دوشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۱۳» ازبکستان ته په سفر ولاړ.
جمهوري ریاست وايي، ولسمشر به ازبکستان ته د خپل سفر پر مهال له ازبکستاني لوړپوړو چارواکو سره په کتنه کې د دواړو هېوادونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو په پراختیا خبرې وکړي.
د افغانستان د جمهوري ریاست د ویاند د دفتر سرپرست شاهحسن مرتضوي د دوشنبې د ورځې په ماسپښین یوې خبري غونډې ته وویل چې ولسمشر د ازبکستان د ولسمشر په رسمي بلنه هغه هېواد ته ولاړ.
ښاغلي مرتضوي وویل:
"ولسمشر ازبکستان ته ولاړ، په دغه سفر کې له خپل ازبکستاني سیال او د هغه هېواد له صدراعظم سره به په بېلابېلو برخو کې د اړیکو او همکاریو په براختیا خبرې وکړي او د دواړو هېوادونو د مشرانو لهخوا به یوه ګډه اعلامیه هم خپره شي."
ښاغلی مرتضوي وايي، د دغه سفر په ترڅ کې د دواړو هېوادونو د ولسمشرانو په حضور کې د امنیتي سکټور، هوايي او ځمکني ټرانسپورت، سوداګرۍ، اقتصاد، لوړو زدهکړو، انرژۍ او کرنې په برخه کې تفاهملیکونه او د حقوقي مرستو معاهده لاسلیک شي.
ښاغلی مرتضوي دا هم وايي چې افغان ولسمشر به د بخارا په پوهنتون کې، ډیپلوماتانو او د هغه پوهنتون استادانو او محصلینو ته وینا هم وکړي.
د افغانستان جمهوري ریاست بېلابېلو هېوادونو ته د ولسمشر ورستي سفرونه له لاسته راوړنو ډک او مهم یادوي.
د یادونې ده چې افغانستان له ازبکستان سره مخکې تر دې هم د سوداګرۍ، اقتصاد او انرژۍ په برخو کې یو شمېر تړونونه لاسلیک کړي چې تر ټولو ورستی یې، درې میاشتې وړاندې له نومړي هېواد سره د ۱۰۰ زره ټنو غنمو د انتقال تړون و.
د راپورونو له مخې، اوسمهال د دواړو هېوادونو تر منځ د سوداګرۍ کچه ۳۵۰ میلیونه ډالرو ته رسېږي چې هڅه کېږي دا رقم یو میلیارد ډالرو ته ورسېږي.
په ورته وخت کې د افغانستان د سوداګرۍ وزارت په ازبکستان کې د لاسلیک کېدونکو تفاهملیکونو شمېر ۲۱ یادوي او وايي، کوم تفاهملیکونه چې د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخه کې لاسلیک کېږي، خورا مهم دي.
د دغه وزارت ویاند مسافر قوقندي زیاته کړه:
"ازبکستان ته د ولسمشر د سفر په ترڅ کې به ۲۱ بېلابېل تفاهملیکونه لاسلیک شي چې مهميې د سوداګرۍ او ټرانزیت په برخه کې دي. په دې سره به افغانستان د ازبکستان له لارې له جنوبي اسیا او منځنۍ اسیا له هېوادونو چین، روسیې او قزاقستان سره ونښلول شي."
افغان ولسمشر محمد اشرف غني واک ته له رسېدو وروسته، ویلي وو چې د منځنۍ اسیا له هېوادونو ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان او قزاقستان سره به سیاسي او اقتصادي اړیکې پیاوړې کړي.
راپور: اجمل تورمان