د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۵۰

د هلمند په ګرمسیر کې د ښوونځیو درسي بهیر بې‌نظمه شوی


د هلمند ولایت په ګرمسیر ولسوالۍ کې د ښوونځیو درسي بهیر بې‎نظمه شوی دی.

د ازادي راډیو خبریال محمد الیاس داعي وايي، په ګرمسیر کې زده‎کوونکو د کتابونو او ښوونکو د نشتوالي شکایت کوي، خو بل‌خوا د پوهنې ریاست مسؤلینو په دې اړه د ازادي راډیو سره خبرې نه‎دي کړي.

​د ازادي راډیو خبریال وايي، په ځینو ښوونځیو کې تر ۱۰۰ ډېرو زده‎کوونکو ته یو ښوونکی چې قراردادي اجیر مقرر شوی وي، درس ورکوي.

دا چې د دغې ولسوالۍ دولتي مسؤلین د پوهنې ریاست په اړه څه وايي د لاندې لېنک په کېکاږلو یې اورېدلای شئ:

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:05:08 0:00

XS
SM
MD
LG