د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۸ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۱:۱۹

د افغانستان د کرلینګ ملي لوبډله مسکو ته رسېدلې


د افغانستان د کرلینګ ملي لوبډله په يوه رونیز پروګرام کې د ګډون لپاره مسکو ته رسېدلې.

د کرلینګ فدراسیون مشر منور شهزاد چې په دغه سفر کې د کرلینګ ملي لوبډلې سره ملګری دی، ازادي راډیو ته وویل چې، دغه روزنیز پروګرام چې درې ورځې دوام کوي، په کې ۸ افغان لوبغاړي ګډون لري.

په مسکو کې د کرلینګ روزنېز پروګرام د افغان لوبغاړو د ودې په هدف، د کرلینګ د نړیوال فدراسیون له خوا جوړ شوی دی.

د یادونې ده چې له دې وړاندې هم د افغانستان د کرلینګ ملي لوبډلې په قزاقستان کې په يوه روزنیز پروګرام او سیالیو کې ګډون کړی و چې د برونزو مډال یې ګټلی و.

XS
SM
MD
LG