د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۵:۲۳

روسیې د امریکا هغه غوښتنه چې شمالي کوریا سره خپل اړیکې پرې کړي، رد کړه


روسیې د امریکا هغه غوښتنه رد کړې چې له شمالي کوریا سره خپل اړیکې دې پرې کړي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر پرون پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۹» پر متحدو ایالاتو تور ولګاوه چې د شمالي کوریا پر ضد پارونې کوي او په نتیجه کې یې پیونګ یانګ د خپل بالسټیک توغندیو د پروګرام د پیاوړي کولو هڅه کوي.

سرګي لاوروف پرون پنجشنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۹»په بېلاروس کې خبریالانو ته وویل چې د دې ستونزې لپاره باید سیاسي حل لاره وموندل شي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف
د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف

​دی وايي:

"موږ په دې برخه کې منفي نظر لرو. موږ څوځلې ټینګار کړی چې د بندیزونو له لارې پر شمالي کوریا فشارونو ټول ستړي کړي او د د امنیت شورا ټول پریکړه لیکونه یوه مهمه برخه هم لري چې د سیاسي حل بهیر دی."

د شمالي کوریا د توغندیو پروګرام ته پاملرنه یو ځل بیا وروسته له هغه واوښته چې پیونګ یانګ وړمه ورځ په بریالیتوب سره د یو بل بالسټیک توغندي د ازمویلو اعلان وکړ.

شمالي کوریا وايي چې دا توغندی په امریکا کې هرځای په نښه کولای شي.

مسکو د شمالي کوریا دا ازموینه وغندله او پاروونکی اقدام یې وباله خو لاوروف پر امریکا هم تور ولګاوه چې د شمالي کوریا د مشر کیم جونګ اون په وړاندې پارونې کوي او په نتیجه کې یې هغه نوي افراطي حرکات کوي.

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر وویل، متحد ایالات او د شمالي کوریا سیال هېواد جنوبي کوریا باید له هغو پوځي تمریناتو ډډه وکړي چې په روانه ډسمبر میاشت کې یې پلان کړي دي.

مسکو د شمالي کوریا دا ازموینه وغندله او پاروونکی اقدام یې وباله.

لاوروف دا څرګندونې وروسته له هغه کوي چې په ملګرو ملتونو کې د امریکا سفیرې نېکې هیلې وویل، متحد ایالات له شمالي کوریا سره جګړه نه غواړي خو خبرداری یې ورکړ چې که پیونګ یانګ د تېرې هغو اقداماتو ته دوام ورکړي چې نتیجه یې جګړه وي نو د دې هېواد رژیم به ګردسره له منځه یووړل شي.

مېرمن هیلي وړمه ورځ د امنیت شورا په بیړنۍ غونډه کې پر نورو هېوادونو غږ وکړ چې له شمالي کوریا سره تجارتي او ډیپلوماټیک اړیکې پرې کړي خو په غونډه کې چین او روسیې له دواړو خواوو د زغم غوښتنه وکړه او د روسیې سفیر واسیلي نبنزیا Vasily Nebenzya وویل، د یوه اټمي قدرت په توګه د شمالي کوریا د ظهور د مخنیوي یوازینۍ لاره ډیپلوماسي ده.

XS
SM
MD
LG