د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۹ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۱۲:۰۹

کونړ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په مقصد د کرکټ سیالۍ پیل شوې


د کونړ ولایت په سرکاڼو ولسوالۍ کې د افغان ځواکونو د ملاتړ په مقصد د کرکټ د ۱۶ لوبډلو ترمنځ سیالۍ نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۷» پیل شوې.

د سرکاڼو ولسوالۍ د ډیورند پر کرښه پرته ده چې ډېری اوسېدونکي یې په وروستیو څو کلونو کې د چارواکو په وینا د پاکستاني پوځ د توغنديو او وسله‌والو طالبانو د حملو له کبله د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ شوي دي.

د سرکاڼو ولسوال محمد حنیف خیرخواه ازادي راډیو ته وویل چې د سیمې خلک غواړي د کرکټ د دې ټورنمنټ د جوړولو له لارې په خپله سیمه دېره امنیتي ځواکونه وهڅوي.

خیرخواه وايي:

"د افغان ځواکونو قهرمانان او اتلان احساس کوي چې د سیمې خلک ورسره اوږه په اوږه ولاړ دي. که موږ په میدان کې تشویقوي، نو په سنګر کې مو هم تشویقولای شي او اوږه په اوږه د خاورې د دښمن پر خلاف وجنګېږي."

په پام کې ده چې د سرکاڼو د کرکټ په ټورنمنټ کې ۱۶ لوبدلې ګډون وکړي.

په دې ۱۰ ورځنۍ لړۍ کې به د کونړ ولایت له مرکز او ولسوالیو څخه د کرکټ لوبډلې ګډون وکړي.

XS
SM
MD
LG