د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۱۱ مرغومی ۱۴۰۴ کابل ۰۶:۳۴

د کرکټ افغان ملي لوبډله متحده عربي اماراتو ته روانه شوه


د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله د انټرکانټېنینټل کپ سیالیو وروستۍ لوبې لپاره، متحده عربي اماراتو ته روانه شوه.

د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن یکشنبه ازادي راډیو ته وویل چې افغانستان د انټرکانټینینټل يا د لویو وچو جام د سیالیو په وروستۍ لوبه کې له کوربه متحده عربي اماراتو سره سیالي کوي چې په ګټلو سره یې د دغو سیالیو اتلولي خپلوي.

افغانستان د دغو سیالیو په جدول کې اوسمهال د ۱۰۱ نومرو په ترلاسه کولو سره لومړی او ایرلینډ په ۸۹ نومرو سره په دوهم ځای کې دی.

د لویو وچو جام په وروستۍ لوبه کې محمد نبي او راشد خان چې د بنګله دېش په غوره لیګ سیالیو کې په لوبو بوخت وو، هم ملي لوبډلې سره يوځای کېږي.

XS
SM
MD
LG