د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۳۳

روغتیا وزارت د غیر ضروري او بې کیفیته درملو د مخنیوي هڅې پيل کړي


د افغانستان د عامې روغتیا وزیر وايي، د افغانستان په مارکیټونو کې شاوخوا ۱۵زره قلمه درمل موجود دي چې زیاتره یې غیر ضرروي دي.

نوموړی وايي، د نوې ستراتیژۍ له مخې دوی په افغانستان کې د غیر ضروري او بې کیفیته درملو د مخنیوي هڅې پيل کړي.

فیروزالدین فیروز د یکشنبې په ورځ «۱۳۹۶ کال د لیندۍ ۰۵» په کابل کې خبریالانو ته وویل، د افغانستان په مارکیټونو کې ۱۵زره قلمه درمل موجود دي چې زیاتره یې غیر ضرروي دي.

د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز
د افغانستان د عامې روغتیا وزیر فېروز الدین فېروز

دی وايي:

"یو شمېر غیر ضروري دواګانې دي، ځینې دواګانې دي چې له ګټې یې جانبي عوارض زیات دي، دغه ټولې باید له‎منځه یوړل شي، له ۱۵ زره څخه یې ۱۵۰۰ قلمه ثبت شوي، کار روان دی چې دغه رقم ۵ زرو ته ورسوو، پنځه زره قلمه دواګانې کولای شي، زموږ اړتیاوې پوره کړي، هم به یې هر افغان د اخېستو توان ولري او هم یې کیفیت ښه کېدای شي."

ښاغلی فېروز وايي، دا مهال یوازې په کوردننه د اړتیا وړ ۱۰ فیصده درمل تولیدېږي او هڅې پيل شوي چې تر راتلونکو۱۰ کلونو پورې افغانستان په دې برخه کې په ځان بسیا شي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، نوي سلنه درمل له پاکستان، ایران، هند، چین، بنګله‎دیش، دوبۍ او جنوبي کوریا نه را واريدېږي چې ۳۰ سلنه یې افغانستان ته قاچاقېږي.

په افغانستان کې د روغتیا د نړیوال سازمان استازی وايي، دوی له افغان حکومت سره په ګډه د روغتیايي خدمتونو د کیفیت د لوړولو لپاره کار کوي.

ریچارډ پیپر کورن وايي، له شریکانو سره یوځای کار کوي چې لېرې پرتو سیمو کې خلکو ته ځواب ویونکي روغتیايي خدمتونه رامنځ ته شي.

دی وايي:

"د عامې روغتیا وزارت په ستراتیژۍ کې د روغتیايي خدمتونو د پوښښ او کیفت په مسئلې ډېر ټینګار شوی او موږ په دې پوهېږو چې په ځینو لېرو پرتو سیمو کې باید خلکو ته ځواب ویونکي روغتیايي خدمتونو رامنځته شي."

د عامې د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې، اوس مهال په ټول هېواد کې ۱۳ زره درملتونونه موجودي چې یوازې څلور زره مسلکي کسان په کې کار کوي.

د عامې روغتیا وزیر وايي، د دغه وزارت د نوې ستراتېژۍ په پلي کېدو سره چې تمه ده، ډېر ژر به د کابینې له‎خوا پاس شي، ټولو دغو ستونزو ته د هواري لار وموندل شي.

راپور: رحمت الله افغان

XS
SM
MD
LG