ایران وايي، د دې هېواد ښځینه وزن پورته کوونکو ته به په نړیوالو سیالیو کې د ګډون اجازه ورکړل شي.
د ایران د وزن پورته کولو د فدراسیون مشر علي مرادي پرون پنجشنه وویل:
"موږ د ښځینه وزن پورته کوونکو کمېټه جوړه کړې او ایران په دې برخه کې با استعداده ورزشکارانې لري."
ایران په نړۍ کې د وزن پورته کولو د سپورټ مخکښ هېواد دی. د دې هېواد وزن پورته کوونکو په دې وروستیو کلونو کې د المپیک په نړیوالو لوبو کې، د سرو زرو ۷ مډالونه تر لاسه کړي دي.