که څه هم کرکټ بورد د شهزاد د قضيې په اړه په رسمي ډول څه نهوايي، خو يوه باوري سرچينه وايي، په راتلونکو دوو ورځو کې به د شهزاد د برخلیک په اړه پرېکړه وشي.
سرچينه وايي، د کرکټ نړيوالې شورا منلې چې د پنجشنبې په ورځ به د شهزاد له وکيل سره پرېکړه شريکه او تر جنورۍ مياشتې به بېرته لوبډلې ته راستون شي.
شهزاد محمدي له تېرو څو میاشتو راهیسې له سیالیو لیرې کړای شوی دی.
په هغه تور دی چې د روان میلادي کال په جنورۍ میاشت کې يې د اماراتو په وړاندې په سیالۍ کې د قوت درمل خوړلي وو.