په ژمني المپيک نړيوالو سيالیو کې د ګډون لپاره شمالي کوريا تمرينات پيل کړي.
ټاکل شوې د راتلونکي کال د المپيک ژمنۍ نړيوالې سيالۍ د جنوبي کوريا په کوربهتوب ترسره شي چې سر له اوسه ورته شمالي کوريا تمرينات پيل کړي دي.
شمالي کوريا او جنوبي کوريا خپلو کې خرابې سياسي اړيکې لري، نو ځکه په پيل کې ګمان کېده چې شمالي کوريا به پهکې برخه وانهخلي.
د شمالي کوريا رهبر کېم جونګ اون چې له ورزش سره زياته علاقه لري د خپل هېواد لوبغاړي يې هڅولي تر څو په خپل رقيب هېواد جنوبي کوريا کې سياليو ته چمتو شي.
کېم جونګ اون خپله هم په تمريناتو کې برخه اخیستې وه.
ټاکل شوې د جنوبي کوريا په کوربهتوب په فبرورۍ کې ژمنۍ المپيک سيالۍ وشي چې د لومړي ځل لپاره به د سکي برخه کې پهکې دوه افغان لوبغاړي هم برخه واخلي.