نړیوال بانک د یو راپور په خپرولو سره وايي، د لویو امنیتي ننګونو سره سره د افغانستان اقتصادي وده مخ پر ښه کېدو ده.
نړیوال بانک وايي، که څه هم په افغانستان کې پراخو نا امنیو د نورو برخو سربېره د دغه هېواد پر اقتصاد هم اغېز کړی، خو په روان او راتلونکو کلونو کې به په نوموړي هېواد کې اقتصادي وده یو څه ښه شي.
دغه بانک د افغانستان د اقتصادي وضعیت په اړه په تازه خپور شوي راپور کې ویلي، په ۲۰۱۷ میلادي کال کې به د افغانستان اقتصادي وده له ۲،۲ څخه ۲،۶ سلنې ته پورته شي او په راتلونکو کلونو کې به دغه کچه نوره هم لوړه شي.
په افغانستان کې د نړیوال بانک رئیس شوبهم چوهدري رسنیو ته په استولي پیغام کې د افغانستان له اقتصادي پالېسیو ستاینه کړې، خو دا یې ویلي چې لا هم ډېر کار ته اړتیا ده.
ښاغلی چوهدري وايي:
"په افغانستان کې اقتصادي وده که څه هم د ۲۰۰۳ او ۲۰۱۲ کلونو ترمنځ چې ۹،۶ فیصده وه کمه ده، خو اوس اقتصادي وده مخ پر ښه کېدو ده، په ۲۰۱۷ کال موږ وړاندوینه کړې چې د ودې کچه به ۲،۶ سلنې ته پورته شي او په ۲۰۱۸ کال کې به ۳،۲ سلنه وي."
د نړیوال بانک په راپور کې دغهشان راغلي چې د دولت لهخوا د مالیاتو د راټولنې د مدیریت د ښه کېدو په نتیجه کې د افغانستان د کورنیو عوایدو وضعیت هم تر پخوا ښه شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې د افغانستان مالیې وزارت هم په وار وار د پخوا په پرتله د کورنیو عایداتو د زیاتېدو خبره کړې ده.
د نړیوال بانک په شپږ میاشتني راپور کې د روغیتايي خدمتونو د کیفیت او د پوښښ د ساحې پراخوالی هم مثبت ګام بلل شوی دی.
دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي چې د دغه هېواد په ګمرکونو کې د پراخ اداري فساد په اړه انتقادونه موجود دي او د روغتیايي خدمتونو په اړه هم ویل کېږي چې ډېری افغانان په دغه هېواد کې د ناسمو او بېکیفیته روغتیايي خدمتونو له امله د درملنې په هدف بهرنیو هېوادونو په ځانګړي ډول پاکستان او هندوستان ته سفر کوي.
له دې ټولو سره سره د اقتصادي چارو یو شمېر کارپوهان بیا وايي د افغانستان ناسم اقتصادي وضعیت ته په کتو د نړیوال بانک وړاندوینه له واقعیت سره اړخ نهلګوي.
له ډلې یې د پوهنتون استاد او د اقتصادي چارو کارپوه شبیر بشیري په دې اړه ازادي راډیو ته وویل:
"د اقتصادي ودې لپاره باید درې عمده سکټوره وده وکړي چې هغه د صنعت، کرنې او د خدماتو سکټورونه دي، اوس د صنعت او د کرنې د سکټورونو وضعیت ښه نهدی نو له همدې امله زه فکر کوم چې د نړیوال بانک دغه وړاندوینه تر ډېره تشویقي بڼه لري."
د ښاغلي شبیر په خبره د بېکارۍ او بېوزلۍ مخ پر زیاتېدونکي کچې او دغهشان د تجارت د کسر لوړ بېلانس ته په کتو فکر نهکوي چې په اقتصادي برخو کې د حکومت پالېسیو دې په هغه شکل چې لازمه وه، نتیجه ورکړې وي.
راپور: محمد حدیث پردېس