تمه ده چې د افغانستان د ۱۹ کلنو ځوانانو د کرکټ لوبډله د اسیا جام له ګټلو وروسته، نن کابل ته راشي.
د افغانستان د کرکټ بورډ ویاند فرید هوتک نن سې شنبه «۱۳۹۶ کال د لړم ۳۰» ازادي راډیو ته وویل چې د کرکټ د ۱۹ کلنو د لوبډلې د ښه هرکلي لپاره، د کرکټ بورډ ادارې ځانګړی پروګرام او جشن برابر کړی چې يو شمېر چارواکي به هم پهکې ګډون وکړي.
د ښاغلي هوتک د معلوماتو له مخې، د ۱۹ کلنو ځوانانو لوبډله به نن سې شنبه مازیګر مهال له مالیزیا څخه کابل ته را ورسېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د کرکټ د ۱۹ کلنو ځوانانو ملي لوبډلې د اسیا د ۱۹ کلنو ځوانانو د جام په پایلوبه کې، پاکستان ته د ۱۸۵ منډو په توپير ماته ورکړه او د لومړي ځل لپارهيې د دغو سیالیو اتلولي خپله کړه.
په اسیا جام کې د ۱۹ کلنو ځوانانو دغه بری، د هېواد په لر او بر کې په بېلا بېلو خوښیو سره لمانځل شوی دی.