د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۵۰

کابل چاپ ورځپاڼو د افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبډلې پر اتلولۍ تبصرې کړي


کابل چاپ ورځپاڼو په خپلو نننیو ګڼو کې په مالیزیا کې د کرکټ په اسیايي جام سیالیو کې د افغان ۱۹ کلونو لوبډلې د اتلولۍ په اړه لیکلي دي.

  • ملي ارمان

ملي ارمان خپلواکې ورځپاڼې په دې اړه د خپل لومړي مخ د سر په مطلب کې لیکلي، د افغانستان د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبډلې د اسیا جام د یو ورځنیو سیالیو په پایلوبه کې تېره ورځ پاکستان مات او اتلولي یې په خپل نوم کړه.

په مطلب کې راغلي چې افغان لوبدلې په لوی توپیر له پاکستانه دغه لوبه وګټله.

  • هېواد

هېواد دولتي ورځپاڼې بیا په دې اړه په خپله سرمقاله کې لیکلي، د کرکټ کارپوهان دې سترې بریا حیران کړي دي.

په مطلب کې د دغو کارپوهانو په حواله راغلي، افغان ۱۹ کلنو کرکټ لوبغاړو پاکستان ته په تاریخي ماتې ورکولو سره یو نوی پړاو رامنځته او د کرکټ نړۍ ته‌یې د نوي نسل اتلان وړاندې کړل.

ورځپاڼې لیکلي، د افغانستان لپاره د اسیا جام پایلوبې ته وتل هم تاریخي بری بلل شوی دی.

سرمقاله لیکونکي د افغانستان په ملي مشرانو او پانګه‌والو غږ کړی چې هېواد ته د دغو اتلانو په راستنېدنې سره دوی وستايي.

  • ویسا

ویسا خپلواکې ورځپاڼې هم په دې اړه د خپل لومړي مخ د سر په مطلب کې لیکلي دي.

په مطلب کې راغلي، ولسمشر محمد اشرف غني، اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله، پخواني ولسمشر حامد کرزي او ګڼ شمېر هېوادوالو د کرکټ د ۱۹ کلنو لوبغاړو په اسیايي سیالیو کې د افغان لوبډلې اتلولي یوه تاریخي بریا ګڼلې او افغانستان ته‌یې مبارکي ورکړې ده.

ویسا په خپل دغه مطلب کې د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې د وتلي لوبغاړي محمد نبي عیسی‌خېل، تویټر پاڼې ته هم سر ورښکاره کړی او لیکلي یې دي چې نوموړي د مبارکۍ تر څنګ د ځوانو لوبغاړو په تړاو لیکلي، دوی به د کرکټ د هنر له اسانتیاوو بې‌برخې وي، خو د اتلولۍ ګټلو په مخ کې کوم خنډ ته نه‌ګوري.

ویسا د ۱۹ کلنو لوبغاړو په اسیايي جام سیالیو کې د ګډون کوونکو نورو هېودونو په اړه لیکلي چې په دغو لوبو کې پاکستان، هند، سریلانکا، بنګله‌دېش، متحده عربي امارت، نیپال او کوربه مالیزیا ګډون کړی و، خو د اتلولۍ کپ ترې افغانستان راوړ.

XS
SM
MD
LG