د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۷ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۲۸

افغانستان کې د ملېشو جوړولو په اړه د امریکا طرحه او د ملګرو ملتونو اندېښنه


  • ګلوب اېنډ مېل

کاناډایۍ ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې د افغانستان د حکومت د اجرائیه رئیس عبدالله عبدالله وروستیو څرګندونو ته پام اړولی چې ویلي یې دي طالبان باید له رامنځته کیدونکو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي او د سولې په خبرو کې ګډون وکړي.

عبدالله چې د کاناډا په هلیفکس کې په امنیتي نړیواله غونډه کې ګډون کړی و وویل، د افغانستان د ملي یووالي حکومت په دې باور دی چې یوه روغه جوړه په دې پورې تړلې چې طالبان د سولې خبرو ته حاضر شي او زیاته‌یې کړه چې حکومت په دې برخه کې لېوالتیا ښودلې او هڅه‌یې کړې چې طالبان په دې متقاعد کړي چې د خبرو د مېز تر شا کېني.

د ګلوب اېنډ مېل ورځپاڼې په لیکنه عبدالله دغه‌راز ویلي چې که طالبان د سیاسي پروسې لاره خپله کړي، د ده په باور خلک به‌یې د دې اقدام هرکلی وکړي، خو دی په دې هم پوره باور لري چې ټول خلک د دوی مفکورې نه‌خوښوي.

د حکومت اجرائیه رئیس له طالبانو سره د سولې د امکان خبره په داسې حال کې کوي چې دې ډلې په وروستیو کې حملو ته زور ورکړی دی.

عبدالله دغه‌راز په پاکستان کې د طالبانو پټن‌ځایونه هم په افغانستان کې د هغوی د فعالیتونو د دوام یو مهم عامل وباله او ویې‌ویل چې دغه امن ځایونه باید له‌منځه ولاړ شي.

  • ګارډین

بریتانوۍ ګارډین ورځپاڼې بیا په افغانستان کې د ملېشو د احیا کولو په اړه یو مطلب تر دې سرلیک لاندې چې ملګري ملتونه د افغان ملېشو د احیا کولو لپاره د امریکا لانجمن پلان ته اندېښمنه ده، خپور کړی دی.

ګارډین لیکي:

په داسې حال کې چې افغان حکومت د طالبانو د حملو په مخنیوي کې له ستونزو سره مخامخ دی او د خپلو مخ په کمېدونکو امنیتي ځواکونو شمېر زیاتوي، د امریکا پوځ د سیمه‌ییزو ملېشو په اړه هغې لانجمنې حل لارې ته مخه کړې چې له اوږدې مودې راهیسې په هېواد کې د ناآرامیو او ظلمونو مسؤلې بلل کېږي.

د ګارډین په لیکنه، د ملګرو ملتونو په ګډون نړیوالو مرستندویانو د دغسې پلانونو په وړاندې خبرداری ورکړی او هم یې د دې هڅه کړې چې افغان ولسمشر په دې متقاعد کړي چې په دې اړه د امریکا وړاندیز رد کړي.

دوی ویلي چې افغان محلي پولیسو ته ورته نوې ملېشې چې له بشري حقونو څخه په جدي سرغړونو او په کلیو کې د ګډوډیو د رامنځته کولو له پلوه بد نوم لري، کولای شي مرکزي حکومت لا کمزوری کړي.

د ګارډین په وینا که افغان ولسمشر دغه پلان منظور کړي د افغان ملي اردو د سیمه‌ییز ځواک په نوم دغه ځواکونه چې دنده به‌یې له خپلو سیمو ساتنه وي او د سیمې خلک به‌یې ډلګیو کې استخدامېږي، په لومړي سر کې به د ۱۰۰۰ سړو څخه جوړ یو امتحاني ځواک رامنځته شي چې وروسته به‌یې شمېر تر ۲۰ زره کسانو پورې ورسېږي.

په دې اړه په هغه وړاندیز کې چې ناټو په خپلو سفارتونو وېشلی، ویل شوي چې دغه ځواکونه به د هغو سیمو امنیت ساتي چې د افغان ملي ځواکونو له‌خوا تصفیه کېږي او په‌کې نظم او قانون جاري کېږي.

خو ګارډین لیکي، یو شمېر دې ته اندېښنه لري چې دغه سیمه‌ییزې ملېشې به رقابتونو او تربګنیو ته مخه کړي او ګرانه به وي چې هغوی کنټرول شي.

د ورځپاڼې په وینا افغان ملي پوځ چې د دغو ځواکونو د څارنې مسؤلیت به لري په خپله په اوس وخت کې له یوه کمزوري مشرتابه څخه برخه‌مند دی.

XS
SM
MD
LG