د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۱:۴۴

ستانکزی: د افغانستان کرکټ غوره لیګ سیالۍ ۲۰۱۸کې په اماراتو کې کېږي


د افغانستان د کرکټ بورډ مسؤلین وايي، «اې. پي. ال» یا د افغانستان د کرکټ غوره لیګ سیالۍ به په ډېرو لوړو معیارونو د لسګونو افغان او بهرنیو لوبغاړو په ګډون په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په متحده عربي کې ترسره شي.

د دغه بورډ اجرائیوي رئیس شفیق الله ستانکزي د جمعې په ورځ«۱۳۹۶کال لړم۲۶» په کابل کې يوې خبري ناستې ته وویل چې دغه لیګ به د نړۍ د نورو لیګونو په شان له ډېرو نوښتونو سره ترسره شي.

شفیق الله ستانکزی
شفیق الله ستانکزی

نوموړي زیاته کړه:

"تر ټولو نه ډېر ستر زیری دا دی چې په ۲۰۱۸ میلادي کال کې په متحده عربي اماراتو کې د افغانستان د غوره لیګ يا «اې. پي. ال» سیالیو نېټه به تاسو ته راتلونکې اوونۍ اعلان کړو، دا وعده د افغانستان د کرکټ بورډ چې دغه لیګ د نړۍ د يوه لیګ نه هم کم نه وي."

ښاغلی ستانکزی وايي، د دغه لیګ له لارې به د افغانستان کرکټ بورډ ډېر عواید هم ترلاسه کړي.

د افغانستان د کرکټ بورډ د معلوماتو له مخې په «اې. پي. ال» لیګ کې به پنځه لوبډلې وي او د ۹۰ افغان لوبغاړو ترڅنګ د کرکټ د نړۍ زیاتره وتلي لوبغاړي هم ولوبېږي.

د کرکټ بورډ د مسؤلینو په خبره د دغه لیګ ټولې چارې پای ته رسېدلي او په راتلونکو څو ورځو کې به د دغو سیالیو قرارداد له يوې کمپنۍ سره لاسلیک شي.

دا په داسې حال کې ده چې په هېواد کې هر کال د شپږیزې په نوم هم سوداګریزې سیالۍ ترسره کېږي چې د دغو سیالیو په پنځم پړاو کې چې څو میاشتې مخکې د لسګونو بهرنیو لوبغاړو په ګډون په پلازمېنه کابل کې ترسره شوې ورباندې شااوخو ۱۱۵ میلیونه افغانۍ پانګونه شوې وه.

په ورته وخت کې د افغانستان د ورزشي خبریالانو د فدراسیون مسؤلین د کرکټ بورډ دغه اقدام د افغانستان د کرکټ او لوبغاړو لپاره ډېر ګټور بولي، خو په کور دننه د داشان سیالیو لپاره د زمینې پر برابرولو ټینګار کوي.

د دغه فدراسیون مشر سایر ځلاند ازادي راډیو ته وویل چې د افغانستان غوره لیګ سیالیو د ښه ترسره کېدو لپاره د وړو کدرونو او ظرفیتونو کمی احساسېږي چې د کرکټ بورډ اداره باید ورته پاملرنه وکړي.

سایر ځلاند
سایر ځلاند

نوموړي زیاته کړه:

"په ټوله کې ښه اقدام دی چې موږ دوه لیګونه ولرو يو په داخل کې او بل په بهر کې چې افغان او نړیوال لوبغاړي په کې برخه واخلي، يوه ستونزه دا ده چې د دغو لیګونو د ښه ترسره کېدو لپاره د ظرفیتونو کمی محسوسېږي او دغه ظرفیتونو په هېواد کې شته چې د دغو لیګونو په ښه والي کې همکاري وکړي."

د کرکټ په نړۍ کې د هندوستان «ای. پي. ال» د اسټرالیا «بګ. باش» د بنګله دېش «بي. پیي. ال» د ویسټ انډيز «سي. پي. ال» او د پاکستان «سي. پي. ال» هغه مشهور لیګونه دي چې هر کال ترسره کېږي.

خو دا لومړی ځل دی چې د افغانستان کرکټ بورډ د افغانستان د کرکټ غوره لیګ يا «اې. پي. ال»سیالیو ترسره کولو تابیا کوي.

راپور: واصل وصال

XS
SM
MD
LG